لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي خپل نوی تنظیمي جوړښت اعلان کړ، څېړونکي یې اوږدې جګړې ته تیاری ګڼي


پېښور: کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان د کال ۲۰۲۳ د پاره د نوي تنظيمي ډهانچې اعلان کړې دې.

څېړونکي وايي، د طالبانو نوي تنظيمي ډهانچه د يو حکومت په څېر ده او له دې نه معلوميږې چې په سيمه کې به په راتلونکې کې د بدامنۍ پېښې زياتيږي.

ټي ټې پي خبريالانو ته په ليږلي يو بيان کې د نوې تنظمي ډهانچې تفصيل شريک کړې دې.

د ټي ټي پي لخوا په خپل دغه نوي‌ تنظیمي جوړښت کې د اوو وزارتونو، د ځانمرګو کونکو بریدونو کونکو څانګه، عدليه او د اووو ولايتونو د پاره وزارتونه اعلان کړي دي.

د کال دوه زره دويشتم د فرورئ په مياشت کې هم د ټي ټي پي لخوا د تنظيمي ډهانچه اعلان شوی و.

څيړونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، نوې ډهانچه ډيره منظمه ښکاري.

نوموړي وويل ټي ټي پي د يو کالعدم تنظيم نه د يو سياسي قوت په توګه ځان مخې ته راولي او ښکاري چې د دوي مقصد د سیمو د قبضه کولو ترڅنګ د حکومت نظريه هم له ځان سره لري.

"مونږ دا طرز د افغان طالبانو لخوا ليدلي وو چې د اشرف غني او حامد کرزي په وخت افغان طالبانو د متوازي د خپل طرز حکومتونه جوړ کړې وو، څنګه چې هلته په کلونو جګړه روانه وه ممکنه ده چې دلته هم روان جنګ اوږد شي"

د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ په کال دوه زره يويشتم اکتوبر مياشت کې شروع شوي مذاکرات ختم شوي دي.

ټي ټې پي په اته ويشتم نومبر د ډز بندۍ ختمولو اعلان کړي دی او له هغې وروسته يې بريدونو کې زياتوالي راغلې دې.

څيړنيزي ادارې وايي چې یواځې په دسمبر مياشت کې ټې ټې پي د شپيتو نه د زياتو بريدونو زمه وارئ منلي ده.

څيړونکی او خبريال حق نواز وايي، د ټي ټي پي وړاندې ډهانچې دومره منظمې نه وې، اوس ورسره وړې وړې ډلې هم يو ځايې شوې دې او د مزاکراتو په وخت ټي ټي پي نور هم مظبوط او فعال شوی دی او نوې تنظيمي ډهانچه د يو اوږده جنګ لپاره تياره ښکاري.

"په دې کې يو څيز زما په نظر راځي چې د پنجاب او سند د پاره کمېشن نه دې جوړ شوې يواځې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د پاره تنظيمي ډهانچه اعلان شوې ده. له دې نه دا پته لږي چې ټي ټي پي په دې دوو صوبو کې خپل اثر زياتول غواړي"

د پاکستان نېشنل سېکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په فعالیتونو غور کړې دې.

د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي وو چې استخباراتي ادارو غونډې ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخیستلو شویو ګامونو حال تېر کړې.

په ورستيو کې پوځي او حکومتي چارواکو ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايې خلکو او د امنيتي ادارو اهکارو قربانۍ ورکړي دي او هېچا ته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG