لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د هیواد په سلامتۍ سودا نه کوؤ، ترهګرو ته به ماتې ورکوؤ


Bilawal Interview
Bilawal Interview

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاو بوټو زرداري وایي حکومت دترهګرو مقابلې ته تیار دی اؤ هوډ لري چې ترهګرو ته به ماتې ورکوي.

کراچۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې هغه دهیواد په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان سختې نیوکې کړي اؤ تور یې پورې کړی چې کله دهغه حکومت ؤ نو ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي دي.

بلاول بوټو زرداري وویل دپېښور‌ په ارمي پبلک اسکول ترسره شوي ترهګریز برید کې ککړ ترهګر له زاندانه خوشې شوی اؤ اوس ترکیه کې ناست دی اؤ لیکچر ورکوي.

دهغه اشاره دتحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان ته وه چې په کال ۲۰۱۴م کې دضرب عضب عملیاتو په مهال یې ځان پوځ ته تسلیم کړی ؤ اؤ دپوځ په ولکه کې ؤ خو بیا پوځ دعوه وکړه چې هغه له پوځي زندانه تښتېدلی دی.

داحسان الله احسان په خوشې کیدو نن هم دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ اؤ څېړونکي پاکستان کې دپوځ په کردار شکونه کوي اؤ دهغه دخوشې کیدو ترشا دپوځ لاس بلي خو احسان الله احسان اؤ پوځ دواړه دا تورونه ردوي چې ګنې هغه پوځ خوشې کړی دی.

ښاغلي بلاول بوټو وویل چې کومو ترهګرو ته چې پوځ پخپلو درنو قربانیو ماتې ورکړې وه،عمران خان پخپل حکومت کې هغوئ بیا په پښو ودرول خو وایي حکومت به دهیواد په سلامتۍ ساز باز نه کوي اؤ دغو ترهګرو ته به ماتې ورکوي.

څېړونکي وایي پروسکال چې دعمران خان په حکومت کې کله پاکستان دافغان طالبانو په منځګړتوب ټي ټي پي سره افغانستان کې دسولې مذاکرات پیل کړل نو ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي وسله وال پاکستان ته راننوتلي اؤ اوس یې حکومت دقابو کولو په چل نه پوهیږي.

خو تېره اوونۍ عمران خان پخپله یوه ټي وي مرکه کې ویلي وؤ هغه دپوځ پخواني سرلښکر جنرال(ر) قمر جاوید باجوه ته ویلي وؤ چې دترهګرۍ پېښې زیاتېدای شي اؤ "باید مونږ محتاط پاتې شو" اؤ نن دادی په میرعلي اؤ میران شاه کې دطالبانو بېرغونه لګول کیږي.

پخپله دې مرکه کې عمران خان پوښتنه کړې چې کله دافغانستان په پوله لګیدلی ازغن تار ماتېدو ایا مونږ پرې نه وؤ خبر؟ خو وایي "هغه مهال زمونږ ځواکونه په سیاسي معاملو کې بوخت کړل شوي وؤ"

دترکي سکالرانو اؤ طالبعلمانو سره ټیلي انلاین خبرو کې هم عمران خان ویلي، دده حکومت افغانستان نه دنزدې 40 زره کسانو پاکستان ته په بېرته راستنولو کار کولو چې پکې د5 نه تر10 وسله وال هم شامل وؤ خو وایي دپاکستان نوي حکومت دغه لوري ته پاملرنه ونه کړه.

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف ډیوه وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔

نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي"

ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي.

تېره اوونۍ دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو کانفرنس کې هوډ ښول شوی و چې پوځ د ولسي هیلو په اساس دترهګرو اؤ ترهګرۍ په ضد بې توپیره ګامونو اخستو ته ژمن دی.

خو د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې دترهګرۍ په ضد په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري اؤ ناامني به لا پسې سېوا کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG