لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال2022م: په افغانستان کې د طالبانو حکومت څنګه پاتې شو؟


په کال 2022 کې افغانستان کې واکمنو طالبانو دهیواد دامنیت ستونزې ته جدي پاملرنه وکړه خو په دغه کال کې طالبان ښځو ته دتعلیم اؤ روزګار دموقعو په نه ورکولو دنړیوالې ورورولۍ له لوري دسختو نیوکو سره مخ پاتې شول اؤ په ځان دلګیدلو بندیزونو په لرې کولو کې هم بریالي نه شول.

په اګست کال 2021م کې چې دامریکې اؤ ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل نو طالبانو دوه لسیز وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړی ؤ.

دطالبانو د16میاشتو په واکمنۍ کې دافغانستان داقتصادي تباهۍ په اندېښنو،دبهرنيو مرستو دځنډیدو اؤ دامریکایي مرستو دتړل کیدو له امله دافغانانو دکډوالۍ په رحجان کې یو څه کمی لیدل شوی.

دافغان وګړو په ستونزو کې دکمي لویه وجه دامریکایي صدر جوبایډن له لوري په امریکایي بندیزونو کې یو څه نرمښت اؤ دلویدیځو اتحادیو له له لوري افغانستان ته دعاجلو انساني مرستو ورکول هم دي.

درپورټونو له مخې دبډو رشوتونو پرضد دطالبانو ګامونه،په تشدد کې کمی اؤ ګاونډي هیواد پاکستان ته دکولې یا سکرو برامداتو کې غیرمعمولي اضافې هم دافغانستان معاشي ستونزې کمې کړې دي.

په کال2022 کې افغان طالبان دبشري حقونو اؤ په ځانګړي ډول دجینکو په زده کړو دبندیزونو لګولو په نړیواله کچه دنیوکو سره مخ پاې شوې دي.

په ښځو بندیزونه

جنورۍ کال 2022م کې ناروی دطالبانو اؤ اروپایي مندوبینو ترمنځ دانساني حقونو په اړه دخبرو اترو تابیا وکړه اؤ ددې سره سم دا هیلې راوټوکیدلې چې طالبان به پخپلو ژمنو ولاړ پاتې شي ،مېرمنو ته به ازادۍ ورکړي اؤ دغربي هیوادونو له اړخه دمرستو بدل کې به دنجونو ښوونځي پرانځي خو داسې ونه شوه.

ددې خبرو اترو نه وروسته دطالبانو اؤ بهرنۍ نړۍ ترمنځه د وړاندې نه نازکې اړېکې نورې هم تاؤجنې شوې.

طالبانو پرله پسې خپلې ژمنې ماتې کړې اؤ دښځو په فعالیتونو یې بندیزونه ولګول .

طالبانو دمارچ په میاشت کې دنجونو دمنځنیو ښوونځیو دپرانستو پرېکړه خو کله چې ماشومانې ښوونځیو ته لاړې نو ورته وویل شول چې دښوونځیو پرانستو پرېکړه بېرته اخستل شوې ده.

دطالبانو دسرچینو له مخې دجینکو دښوونځیو دنه پرانستلو پرېکړه دطالبانو دمشر هیبت الله اخونزاده په امر شوې ده.

دطالبانو په واکمنۍ کې په ښځو لګیدلي بندیزونه نور هم سخت شوي،ښځې ولسي ځایونو،پارکونو،حمامونو اؤ په این جي او ګانو کې کارونو ته نه پرېښودل کیږي اؤ هم یې له تر یوې ځانګړې فاصلې له محرم پرته په سفر کولو بندیز لګول شوی دی.

د زیاتره دولتي مامورینو مېرمنو وینا ده چې دوي یا خو په کورونو کې قید شوي یا هم بې روزګاره شوې دي.

دتېرکال‌ په دوران کې ملګرو ملتونو اؤ لویدیځو حکومتونو دښځو دحقونو تروړل کیده انساني ناورین ګرځولو اؤ ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنه یې کوله.

افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تهامس ویسټ دسمبر کې دوبۍ کې دطالبانو ددفاع وزیر مولوي محمد یعقوب سره لیدنه کې ویلي وؤ ،دافغانستان دمعاشي اؤ ټولنیز ثبات اؤ دطالبانو دملکي اؤ نړیوال قانوني حیثیت تکیه دافغانستان دمیندو اؤ لوڼو سره د دوي په چلند ده.

طالبانو تېرکال افغانستان کې په خبریالانو هم ګڼ شمیر بندیزونه لګولي اؤ دمدني فعالانو دفعالیتونو لمن هم ورو په ورو ورټولوي.

دشرعي سزاګانو نفاذ

دطالبانو مشر (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) دتېرکال په وروستیو کې محکمو ته امر کړی ؤ چې باید اسلامي اؤ شرعي سزاګانې ورکول پیل کړي چې ددې امر نتیجه کې په لسکونو افغانان چې ښځې هم پکې شامل وي،په عام محضر کې په دورو یا کوړو ووهل شول .

دا سزاګانې په خلاصو میدانونو یا لوبغالو کې ورکړل کیدې چې لیدلو ته به په سلګونو خلک ورټول شوي وؤ.

دخلکو په وړاندې تېزندي

دسمبر کې طالبانو د وژنې په جرم کې یو تن دخلکو په وړاندې تېزندي کړی، دکال1996 نه کال2001م پورې چې طالبانو خلکو ته کومې شرعي سزاګانې ورکولې،هغه یې بیا پرځائ کړې دي.

په دې سزاګانو دنړیوالې ورورولۍ له اړخه سخت غبرګون ښودل شوی خو طالبانو په شرعي سزاګانو کیدونکې نیوکې رد کړي اؤ دا یې دخپلې مذهبي عقیدې سپکاوی بللی دی.

دافغانستان راتلونکی

دامریکې پلازمینه واشنګټن کې دساوتهـ ایشیا انسټی ټیوټ سره تړاؤ لرونکی مایکل کوګلمین وایي هغه هیله نه لري چې راتلونکي کال کې به هم دطالبانو اؤ نړیوالې ورورولۍ ترمنځ همغږي پیدا شي.

دهغه په وینا دطالبانو تګلارې یا پالیسۍ دتندروه مذهبي ذهنیت لرونکو په لاسونو کې دي چې په هغو کې د دوي مشر هیبت الله اخونزاده هم شامل دی څوک چې په واکمنه ډله کې بر لاسی ګڼل کیږي.

امریکا غږ اردو دپخواني افغان چارواکي اؤ سیاسي څېړونکي طارق فرهادي له خولې وایي طالب مشران دشریعت سخته تشریح ددې لپاره کوي چې د دوي په واکمنۍ کې چرته یوه نوې ډله یا ګروپ سر راپورته نه کړي.

(د وي او ای اردو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG