لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:کال 2022م کې دپاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښو کې 282 عسکر وژل شوي


خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین وژل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.

په رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې کال 2023م کې پاکستان د لا نور تشدد سره مخامخ کېدای شي.

د کال 2022 په سيکورټي رپورټ کې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز ویلي چي تېر کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې نزدې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې په کې 40 سرتيري يوازې د تېر دسمبر په میاشت کې وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په ترهګریزو بریدونو کې د زمکنیو ماینونو حملې، ځانمرګي بريدونه او د امنیتي ځواکونو په چېک پوسټونو حملې شاملې دي چې زياتره د پاکستان او افغانستان شرېکې پولې ته څېرمه سيمو کې شوي دي.

رپورټ وايي د کال 2022م دوران کې په ټول ملک کې د ترهګرو ډلو لخوا ټولې 375 حملې شوې دي چې په دې کې د 57 حملو پړه ټي ټي پي، داعش خراسان او بلوچستان لبریشن ارمي په غاړه اخیستې ده.

د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د پېښو په نتیجه کې ټول 972 کسان وژل شوي دي او په مجموعي ډول پښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې غېر معمولي اضافه ليدل شوې چرته چې په بېلابېلو پېښو کې په وژنو 108 فيصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وايي ددې پېښو په پاېله کې 62 فيصدي مرګ ژوبله ولسي وګړو، سرکاري چارواکو او امنیتي مامورینو ته اوښتې ده او پاتې 38 فيصدي مرګ ژوبله وسله والو او ترهګرو ته اوړېدلې ده.

ډيوه سره خبرو کې د یادې څېړنيزې ادارې څېړنکار محمد نفيس وايي تېر کال که څه هم د پاکستاني طالبانو سره خبرې شوي او ډزبندي اعلان شوې خو بيا هم دغه مهال د تشدد په پېښو کې 14 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

دی وايي تېر کال د اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره سم د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو کې تر خطرناک حده پورې اضافه شوې ده.

ښاغلی نفيس وايي د ترهګرۍ په پېښو کې دا اضافه او د ترهګرو ضد د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته اوښتي نقصان ته که وکتل شي نو ښايي چې د امنیتي ځواکونو توان کمزوری دی.

نوموړي وويل د ترهګرو ضد عملياتو کې د ترهګرو په پرتله امنتیي ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دهغه په وینا دې عملیاتو کې د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون 1341 کسان مړه شوي خو په دې کې يوازې 372 ترهګر وژل شوي دي او دا د امنیتې ځواکونو په توان او طريقه کار پوښتنې راولاړوي.

په رپورټ کې راغلي چې تېر کال دنومبر میاشت کې د پاکستاني طالبانو د ډلې لخوا د ډزبندۍ د ختمولو سملاسي وروسته په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ غېر معمولي لړۍ پېل شوه چې په نتیجه کې یې يوازې د دسمبر په میاشت کې د شلو څخه زيات برېدونه وشول او ددې په نتیجه کۍ په خېبر پښتونخوا کې د شؤو وژنو کچه ټول هېواد کې د ترهګرۍ په پېښو کې د اوښتې مرګ ژوبلې 64 فيصدي ته ورسېده او بلوچستان کې دا کچه 26 فيصدى شوه.

د سي ار ایس ایس رپورټ وايي پاکستاني مسولين دعوه کوي چې د ترهګرۍ د زياترو پېښو ريښې د افغانستان مشرقي سيمو ته رسيږي چرته چې د پاکستاني طالبانو د مهمو مشرانو کوربه توب په افغانستان واکمن طالبان کوي.

په رپورټ کې ویل شوي چې افغان طالبانو د ډيورنډ کرښې مسله بيا ژوندۍ کړې ده او هغوي نه دا چې د 50 کروړو ډالرو په لګښت لګیدلي ازغن تار باندې پوښتنې راپورته کړي بلکې ورسره د تار ړنګولو پېښې هم رامنځ ته شوې دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې د ترهګرۍ زياتره بريدونه وزيرستان، باجوړ او کرمې ضلعې ته څېرمه بنو سیمه کې شوي، دا ضلعه د افغانستان د کونړ ،ننګرهار، پکتیا او پکتیکا سره نېغ په نېغه تړل شوې ده او ځکـه دا سيمې د پاکستان دننه د ترهګرۍ د مقصدونو ترسره کولو په غرض د داخلېدو لپاره کارول کېږي.

رپورټ وايي کال 2023 کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې اندېښنې شته او په تېره لسيزه کې رامنځ ته شوو پېښو ته په کتو وېلی شي چې دپوځ اؤ پولیس په ګډون به خېبرپښتونخوا او بلوچستان د ترهګرۍ سره مخ وي او دا ننګونې به تر هغې برقرار وي ترڅو چې په افغانستان کې ترهګر ډلې خوندي ځالې ولري.

رپورټ وايي په عېن حال کې د ادارې د جاري کړل شوؤ شمېرو څخه برېښي چې په پاکستان کې د تېرو 5 کلونو په مهال تر ټولو زیاتې ترهګریزې حملې کال 2022 کې رامنځته شوي دي او د کال 2021 په مقابله کې 2022 کې د ترهګرۍ په پېښو کې 28 فيصدى اضافه شوې ده.

رپورټ وايي کال 2022 کې د ترهګرۍ په 376 حملو کې 533 کسان وژل شوي او 832 ژوبل شوي دي.

په اسلام اباد کې د خپلواکه څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور خان مسيد ډيوه ته وايي هغه اندېښنې ېې رښتيا شوې چې د افغانستان څخه د امریکا د مشرۍ لاندې د اتحادي ځواکونو د وتلو سره به په پاکستان کې امنيتي وضعه خرابه شي.

هغه وايي نوي کال 2023 کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې رجحان ويني او ښکاره ده چې دا لړۍ تر اسلام اباده رسېدلي ده.

د کال 2017 نه راپدیخوا دا لومړۍ ځل دی چې په پاکستان کې د يو کال دوران کې د ترهګرو لخوا د 300 څخه زیات بریدونه شوي دی.

د پاکستان دپوځ مشر جنرال عاصم منير وړاندې ورځ د کور کماڼډرانو غونډې ته وېلي چي د اولسي هيلو سره سم په بې له کوم توپيره د ترهګرو په ضد جنګ کوي او د امنیتي چارو کارپوهان هم د ترهګرو ضد د درنو عملیاتو امکان ښايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG