لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي 2022م کال کې پاکستان دافغان طالبانو واک ته د رسېدو دبدو اغېزو سره مخ پاتې شو


Pakistan Army, Operation
Pakistan Army, Operation

کال2022م کې ټي ټي پي دپاکستان دننه د 367 بريدونو دعوه کړي ده چې دې کې یې د تر ټولو زياتو 69 بریدونو ذمه وارۍ ددسمبر په مياشت کې منلي دي.

څيړونکي وايي په دې سيمه کې د امنيت وضعه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته خرابه شوې ده۔

د ساوتهـ ايشن ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه تېر کال پاکستان کې دترهګرۍ 361 پېښې شوې دي چې پکې 959 کسان وژل شوي دي،دې کې تر ټولو زياتې يو180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي۔

څېړونکی اؤ خبریال افتخار فردوس وي او ای ډيوه ته وایي "په کال 2022م کې چې کوم صورتحال جوړ شو، دا غېر يقيني نه و، بلکې افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلل ددې طمعه کېده، دهغې اثرات په دې سيمه پريوتل، دا يوازې په پاکستان نه دي، دا اثرات په مينځنۍ ايشيا او ايران باندې هم پريوتي دي"

په کال 2022م کې تر ټولو خونړی ځانمرګي بريد د پېښور قصه خوانۍ په امام بارګاه کې شوی ؤ چې د60ؤ نه زيات کسان پکې وژل شوي وو، په څلورم مارچ دشوي دغه بريد ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه۔

ددې ترڅنګ تېرکال کې په امنيتي ځواکونو بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي، ځايې مشران، د امن کمېټو پخواني غړې او سياسي کارکنان هم د وسله والو په نخښه وو۔

په کال 2022م کې د حکومت او ټي ټي پي مذاکرات هم روان وو او وخت په وخت د ډز بندۍ اعلانونه هم کېدل۔ بيا د نومبر په اته ويشتمه نېټه ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو اعلان وکړو،دا مذاکرات د افغان طالبانو په مينځګړتوب کيدل۔

څيړونکي وايي د مذاکراتو په وخت ټي ټي پي د تنظيم نه جدا شوې ډلې بيا رايوځائ کړې او د مذاکراتو په دوران کې يې د بريدونو توان سېوا شوی دی

خبریال حق نواز خان ډیوه سره خبرو کې وایي "کله چې مذاکرات شروع شول نو دحکومت لخوا د وسله والو خلاف عمليات د نشت برابر شول، وسله والو تګ راتګ شروع کړو، او دغې سره د هغوي خپل مينځ کې او نوې رابطې جوړې شوې،نو مذاکرات خو وشول خو دطالبانو توان زيات شو او دې سره به دا حالات نور هم خرابيږي"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قومي سلامتیا کمېټۍ د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د جمعې په ورځ غونډه کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د وروستیو پېښو او د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په فعالیتونو غور کړی دی.

د اېن اېس سي د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې ویل شوي وو چې داستخباراتي ادارو مشرانو دغونډې برخه والو ته په ملک کې د امنیت د عمومي صورتحال او د امن او امان دپاره د اخستل شوؤ ګامونو اړه احوال تېر کړی دی.

په دې وروستيو کې پوځي او حکومتي چارواکو ويلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايې خلکو او د امنيتي ادارو اهکارو قربانۍ ورکړي دي اؤ چا ته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG