پاکستان او هند د یو بل سره د خپلو ايټمي تنصيباتو/ تاسيساتو فهرستونه شريک کړي دي، دواړه هېوادونه د يو تړون لاندې د 1992 راهسې دغه فهرست د کال په لومړۍ نېټه د يو بل سره شريکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [جنورۍ په لومړۍ نېټه] ويلي، پاکستان او هند په کال 1988 کې په 31 جنورۍ په ايټمي تنصيباتو د حملو نه کولو تړون کړی او ياد تړون بيا په 27 جنورۍ 1991 کې تاييد شوی وو.
په ياد تړون کې ويل شوي دواړه هېوادونه به د کال په لومړۍ نېټه د خپلو ايټمي تنصيباتو څخه يو بل خبروي.
د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، د تړون ترمخه په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو په دفتر کې پاکستان د خپلو ايټمي تنصيباتو فهرست په رسمي ډول د هند د هايي کمېشن استازي ته سپارلی دی.
او په نوي دهلي کې د هند د ايټمي تنصيباتو فهرست د پاکستان د هايي کمېشن استازي ته ورکړل شوی دی.
ويل شوي د دغو فهرستونو تبادله د کال 1992 نه روانه ده.
د څيړونکو په وينا په يادو فهرستونو کې د ايټمي وسلو کره شمېرې يا نور معلومات نه وي خو په دې کې هغه ځايونه په ګوته شوي وي کوم چې د هوايي سفر دپاره منع وي يا دغو سيمو ته په ورتګ بنديز وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دواړو هېوادونو د کال 2008 د تړون لاندې د يو بل سره د سفارتي لارې د يو بل هېوادونو د بنديانو فهرستونه هم شريک کړي دي.
د پاکستان حکومت د هند هايي کمېشن ته ويلي، چې په پاکستان کې د 654 ماهي ګېرو او 51 عامو وګړو په ګډون 705 هندوستانيان بندي دي.
او د هند حکومت ويلي، په هند کې ټول 434 پاکستاني بنديان دي چې پکې 95 ماهي ګير او 339 عام ملکي پاکستاني وګړي شامل دي.
د پاکستان او هند ترمنځ وخت په وخت د کشمیر په شخړه تاو تریخوالی ليدل کيږي او دواړه هيوادونه په یو بل په ترهګرۍ کې د ککړتيا تورونه لګوي خو دواړه دغه تورونه ردوي هم.
څېړونکي وایي هند او پاکستان دواړه ايټمي هېوادونه د خپلمنځي لانجو له امله په هغو هیوادونو کې شمېر دي چې دخپل بجټ لویه برخه د وسلو په اخستو مصرفوي.