لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: جاني خېلو کې د ناامنۍ ضد د ولسي پاڅون غونډه شوې


د بنو په جاني خېلو کې د امن پاڅون غونډه شوې
د بنو په جاني خېلو کې د امن پاڅون غونډه شوې

د خېبرپښتونخوا په بنو جاني خېل کې د ناامنۍضد لویه احتجاجي غونډه شوې احتجاج کونکو ویلي د ناامنۍ سره مخ دي د علاقې خلک په بې رحمۍ سره وژل کیږي خو دوی ته تحفظ نه ورکول کیږي.

د اتوار/يکشنبې په ورځ راجوړې شوې ولسي غونډې ته سياسي مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويناګانې کړي، په علاقه کې د ترهګرۍ پېښې يې غندلي او ویلي يې دي سيمه نوره د ناامنۍ زغم نه لري او که بيا دغلته د بدامنۍ کومه پېښه کيږي پرضد به يې ودريږي.

غونډې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټی اېم] مشر منظور پشتين وویل دا یوه پراکسي جګړه ده چې د نړۍ د دوو سترو قوتونو تر منځ روانه ده، دا قوتونه په يو بل نېغ په نیغه بریدونه نه کوي، بلکې په غېر مستقیم ډول پر یو بل بریدونه کوي.

هغه وویل د ډالرو دپاره په پښتنو دا جګړه راتپل شوې او د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرتابه باید دا پوښتنه وکړي چې دا څه ډول ګډوډي ده چې په مختلفو بهانو د پښتنو سیمې ته راوستل شوې ده.

هغه وویل دا کوم قسم جګړه ده چې پښتانه د امن غوښتنه کوي بیا په مرګ ګواښل کیږي او زیاته يې کړه د امن د پاره او د ناامنۍ پرصد به زغرده سره غږ پورته کوي.

د عوامي نيشنل ګوند پارليماني ليډر سردار حسين بابک وویل چې په پښتنو د تپل شوې بهرنۍ جګړې د ختمولو لپاره د ژوند د ټولو طبقو خلکو ته راپاڅيدل پکار دي، هغه وویل يواځي دوه لارې پاتې دي، يا دې ټول اختلافات هېر کړي او د لاقانونيت لاره دې بنده کړي او يا دې بیا علاقې خالي کړي.

هغه وویل پښتانه د سیاسي او مذهبي ګوندونو په نوم سره په خپلو کې ویشل شوي او دا هیڅ معنی نه لري، بابک زیاته کړه خپل غږ پورته کړئ، پوهان، شاعران، ټولنیز شخصیتونه وژل شوي، او چې څوک د ناامنۍ پرضد راپورته کیږي دوی به یې ملګري وي.

د شمالي وزیرستان نه د صوبایۍ پارلیمان غړي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبې سیکتر میر کلم وزیر وویل خلک د نوي کال لمانځنه کوي او یو بل ته مبارکۍ ورکوي، خو په جاني خېلو کې په زرګونو خلک راټول شوي امن غواړي.

هغه ووویل امن یو ټکی يا تور نه بلکې پوره ژوند دی، او کله چې د امن خبره کوو بیا به حکومتي کڅه یوازې د عملیاتو خبره کیږی خو په دې 20 کالو عملیاتو کې تر دې مهال امن را نه وستل شو.

غونډې ته په وينا کې وال لطیف وزیري وویل دوی د تیرو دو کلنو راهسې په پرامنه طریقه په علاقه کې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کوي او حکومت دوی ته په لیکلې بڼه د امنیت د ټینګښت باور ورکړی خو په هغې عمل نه کيږي.

هغه وویل تر معاهدې ورسته په لسګونو کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي او بریدکونکي بیا په تېښته کولو کې بریالي شي.

هغه وویل وروستۍ پېښه تیره میاشت شوې چې د علاقې دوه کسان پلار او زوی د کورنۍ په وړاندې وژل شوي سرونه يې د تن نه جدا کړل شوي وو خو تر اوسه دغه پېښه کې ککړ کسان مالوم نه کړل شول.

د نوموړي په خبره چې د دغه ناامنۍ خلاف دوی احتجاجي مظاهرې کي بیا په دوی مقدمې درج کیږي او په زندانونو کې بندیوان کیږي.

جاني خېلو کې په 2021 کال کې د څلورو تنکو کچه هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته د مارچ په مياشت کې احتجاجي مظاهره کړې او بيا د وزیراعلا په مشرۍ د دوی سره په معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.

دوی د احتجاجي پرلتونو په مهال اسلام اباد ته لاريونونه پېل کړي چې بيا وروسته په لارو کې په زوره ودرول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم شوې وې.

د بنو انتظامیه او پولیس وایي د دوی سره شوې ژمنې په ځای دي، دوی ته د پرمختیایي چارو د پاره په اربونو روپۍ ورکړل شوي او جاني خېل کې تاڼه جوړه شوې خلک دېپه مقدمو کې کسان نوموي پرضد به یې کاروایي کیږي.

دوه ورځې وړاندې په 31 دسمبر د پاکستان پوځ ويلي وو، د بنو په جاني خېل سيمه کې يې د ترهګرو پرضد عمليات کړي، څلور ترهګر يې وژلي او په عملیاتو کې پو پوځي عسکر هم وژل شوی وو.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

هم تيره میاشت د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوښتي وې.

په 30 دسمبر د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نېشنل سيکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ غونډه شوې وه او پکې ويل شوي ټول قوم د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد په يوه بيانيه متحد دی او د ملک امنيت چېلنج کوونکو ته به په کلکه ځواب ورکولی شي.

په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.

د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د پېښو په نتیجه کې ټول 972 کسان وژل شوي دي او په مجموعي ډول پښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې غېر معمولي اضافه ليدل شوې چرته چې په بېلابېلو پېښو کې په وژنو کې 108 فيصدي اضافه شوې ده

د رپورټ ترمخه په کال 2022 کې د ترهګرۍ په 376 حملو کې 533 کسان وژل شوي او 832 ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG