لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو وایي پښتونخوا کې طالبانو ته پیسې ورکول کیږي، خو صوبایي حکومت وایي یوه روپۍ یې هم نه ده ورکړې


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تور لګولی دی چې په خېبر پښتونخوا کې طالبانو ته پیسې ورکول کیږي اؤ دا چې عمران پخپله په ټي وي منلې ده چې هغوي طالبان دلته راوستي اؤ مشته کړي یې دي.

خو دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمد علي صیب بیا دبلاول بوټو زرداري دا تورونه رد کړي دي اؤ وایي صوبایي حکومت نه خو ترهګرو ته یوه روپۍ ورکړې ده اؤ نه یې د ورکولو اراده لري.

دادو سیمه کې رسنیو سره خبرو کې ښاغلي بلاول ویلي دترهګرو نه جګړه ګټل شوې وه اؤ ترهغې وروسته دپېښور‌ په ارمي پبلک سکول شوي برید کې ککړ کسان پرته له څه پوښتنې خوشې کړل شول.

دبلاول بوټو وینا وه "ترهګر به نه زه معاف کړم نه به یې قام معاف کړي"

خارجه وزیر بلاول بوټو دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تېره اوونۍ دپاکستان پخوانی وزیراعطم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ، دده تېر حکومت افغانستان نه دنزدې 40 زره کسانو پاکستان ته په بېرته راستنولو کار کولو .

هغو ویلي وؤ چې په دغو کسانو کې د5 نه تر10 وسله وال هم شامل وؤ خو وایي دپاکستان نوي حکومت دغه لوري ته پاملرنه ونه کړو.

دبلاول بوټو زرداري تورونه ته خپل غبرګون کې دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمدعلي سیف وي او اوی ډيوه سره خبرو کې ویلي،عمران خان کله هم دا نه دي ویلي چې ګنې دلته یې ترهګر راوستي یا میشته کړي دي.

هغه وایي "عمران خان ویلي وؤ چې کله ټي ټي پي سره دمذاکراتو خبره وه نو زمونږه داکوشش ؤ چې مونږ دوئ سره خبرې وکړو، روغې ته یې تیار کړو،امن راشي اؤ دوئ بیا وطن ته راوګرځي اؤ دعامو وګړو په څېر دلته خپل ژوند شورو کړي"

هغه بلاول بوټو زرداري یو ناپوهه اؤ دسیاست نه لرې خارجه وزیر وبللو اؤ وئ ویل داسې بیانونه خو یو کم عمره ماشوم ورکولی شي خو یو سیاسي ،پوهه اؤ ذمه وار شخصیت کله هم داسې داسې بې ځایه اؤ دحقیقت نه لرې بیانونه نه شي ورکولی

په پخواني وزیراعظم عمران خان دخپلو سیاسي مخالفینو اؤ څېړونکو لخوا نیوکې کیږي چې دده د واکمنۍ په دوره کې پوځ ټي ټي‌ پي سره افغانستان کې مذاکرات کړي وؤ چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا وسله وال دپاکستان دننه فعال شوي اؤ ترهګریز بریدونه یې پیل کړې دي.

خو عمران خان تېره اوونۍ دترکي سکالرانو اؤ طالبعلمانو سره انلاین خبرو اترو کې ویلي وؤ کله چې دهغه حکومت نسکور شو نو دسیاسي ګوندونو اؤ اسټیبلشمنټ دتحریک طالبان پاکستان نه پام واوختو اؤ هغوئ(ټي ټي پي) یو ځل بیا د راپورته کیدو فرصت وموندلو.

دخېبر پښتونخوا په حکومت طالبانو ته دپیسو ورکولو له تورونو وړاندې هم تېره اوونۍ دکورنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري لاړکانه کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په عمران خان کلکې نیوکې کړې وې چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې ترهګرو ته په پښو کې ناست ؤ اؤ مذاکرات یې ورسره کول چې دهغې له امله نن هیواد کې ترهګري سیوا شوې ده.

هغه ویلي وؤ په ترهګرو کې همت نه ؤ پاتې چې پاکستان ته په خیرنو سترګو وګوري خو عمران خان حکومت کې ورسره خبرې پیل شوې اؤ ترهګر بیا زړور شول.

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان اوړمه ورځ ډيوه ته ویلي وؤ په 2022 کال کې وسله وال د مذاکراتو په وخت بيا منظم شوي او بريدونه يې زيات کړي دي.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي".

د وېب پاڼې ترمخه "د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي".

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG