لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د داعش د مخنیوي لپاره طالبان باید بشري حقونه خوندي کړي


څېړونکي وایي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مخنيوي لپاره به طالبانو ته دخلکو بشري حقونه خوندي کول او د کار اهل تنانو ته په اړونده ادارو کې ځای ورکول وي۔

دڅېړونکو وینا ده چې که څه هم داعش په افغانستان کې د حکومت جوړولو توان نه لري خو د طالبانو سر خوږې یې سېوا کړی دی۔

دا په داسې حال کې ده چې داعش خراسان ډلې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې په طالب ځواکونو د بريد ذمه واري منلې ده۔

د رويټرز خبري ادارې ترمخه وسله والې ډلې د ټيلي ګرام چېنل د لارې پخپل يو پېغام کې ويلي چې د اتوار په ورځ د داعش له خوا په طالب ځواکونو ترسره شوي بريد کې 20 تنان وژلی شوي او 30 نور ژوبل شوي دي۔

په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزئ وي او ای ډيوه ته وايي که څه هم داعش په افغانستان کې د حکومت جوړولو توان نه لري خو د طالبانو سر خوږی یې سېوا کړی دی۔

دهغه په خبره "د داعش په افغانستان کې هغه پوزيشن نه دی چې د طالبانو نه به حکومت واخلي خو دا د طالبانو لپاره پخپله يو لویې د سر درد دی او د طالبانو په ګمان کې هم دا نه وه چې دوی په حکومت کې راشي نو بل به هم داسې يو قوت وي چې دوی به چېلنج کړي"

نوموړي زياته کړه چې اوس د طالبانو مشران د پروټوکول پرته بهر نشي وتلی او که چرته ځي نو خپل تګ راتګ پټ ساتي او طالبان يې ډېر پريشانه کړي دي۔

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مېرمنو په کار او تعليم بندېز که دوام وکړي نو ګټه يې داعش خرسان ته رسېدلی شي۔

"دجينکو په تعليم او د ښځو په کار کولو دبندېز له وجې طالبان پخپل منځ کې تقسيم دي او دا د هغوی لپاره د خطرې باعث کېدای شي که چرې نور طاقتونه راځي او دا په دوی کې چې کومې ډلې خفه دي د هغوی اړيکې داعش سره جوړېږي يا داعش هغوی ته ځای ورکوي نو دا په مستقبل کې د طالبانو لپاره لویې چېلنج دی"

په کابل کې شوي دغه بريد او په هغې کې اوړېدولو تلفاتو په اړه مو په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ترجمان عبدالنافع ټکور څخه وپوښتل خو نوموړې په دې اړه څه قسم مالومات شريک نه کړل۔

په پېښور پوهنتون کې د تاريخ د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مخنيوي لپاره به طالبانو ته بشري حقونه خوندي کول او د کار اهل تنانو ته په اړونده ادارو کې ځای ورکول وي۔

هغه وایي" که طالبان غواړي چې داعش او نورې چې کومې داسې ډلې دي هغه کمزورې شي نو طالبانو ته به پکار وي چې کوم عام ولس دی دوی به ځان سره يوځای کوي او هغه څوکۍ چې طالب پرې دې وخت کې ناست دی لکه ددفاع وزارت کې، خارجه وزارت کې او دصنعت و تجارت کې نو دغه طالب به دوی واپس کوي او هغه خلک چې د دې څوکيو لپاره يې تربيت شوی، په دې په مد کې یې سبق ويلی او تجربه يې شوې هغه به راولي۔

که څه هم طالبان وايي چې په افغانستان کې داعش خراسان منظم وجود نه لري خو يادې ډلې په دې وروستیو کې په هېواد کې د يو شمېر بریدونو زمه واري منلې ده۔

بلخوا افغان طالبانو د داعش خراسان خلاف وخت په وخت د عملياتو، او ددغې ډلو د غړو د منځه وړلو او نيولو خبرونه هم ورکړي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG