واشنګټن ــــ نزدې څلور مياشتې کيږي چې په ايران کې د حکومت خلاف احتجاج روان دی او په امريکا کې د بشري حقونو د څار تنظيم مانيټر وايي تر اوسه د وژل شوو احتجاج کونکو شمېر 516 ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو د څار تنظيم هيومن رايټس ايکټيوېسټس نيوز ايجنسي د ګل- دوشنبې په ورځ ويلي په وژل شوو تنانو کې 70 ماشومان هم دي.
د تنظيم د تازه شمېرو تر مخه د نيول شوو احتجاج کوونکو شمېر 19,200 دی چې پکې 687 زده کوونکي هم دي.
احتجاج د 22 کلنې مهسا اميني د مرګ نه وروستو تېر کال په سېپټمبر کې پيل شوی چې د ايران مذهبي پوليسو په دې نيولې وه چې سر يې د اسلامي پردې مطابق پټ نه وو او بيا د پوليسو په ولقه کې مړه شوې وه.
د فرانس د خبري ايجنسۍ ای ايف پي د خبر تر مخه د بشري حقونو تنظيمونه وايي په ايران کې دوه کم عمره احتجاج کونکي د مرګ د سزا سره مخ دي.
دوو 23 کلن احتجاج کوونکو ته د وړاندې نه د مرګ سزاګانې ورکړل شوې خو احتجاج کوونکي ويره لري په درځنونو نور خلک به تېزندي کړل شي ځکه چې وایي ايران دا مرګونه د وسلې په توګه کاروي چې احتجاج کوونکي د مظاهرو نه په شا شي.
په ناروې کې د بشري حقونو تنظيم ايران هيومن رايټس وايي اتلس کلن مهدي محمديفرد ته د مرګ سزا ورکړل شوې چې د مازندران صوبې په نوي ښار کې د ټريفېک پوليس د پاره جوړ د يو چتر د سوځولو په تور نيولی شوی وو.
د عدالت انقلاب له خوا ياد تن ته په دې سزا ورکړل شوې چې وايي "هغه په ځمکه فساد خورولو او د خدای سره يې دښمني کوله".
ياد تنظيم وايي محمدېفرد تر ټولو کم عمره تن دی چې د مرګ سزا ورکړل شوې او د ميزان جوډيشري انلاين نيوز وېبسايټ تر مخه د ملک سپريم کورټ د يو بل احتجاج کوونکي محمد بوروغاني د مرګ سزا بحال ساتلې چې د خدای سره د دښمنۍ په تور نيولی شوی دی.
په 19 کلن بروغاني تورونه دي چې د امنيت يو تن يې د وژلو په نيت په چاکو زخمي کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوروله.
په هغه د تهران نه 43 کيلوميټره لرې د پاک دشت په ښار کې د ګورنر هاوس د سوځولو تور هم لګېدلی دی.