لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د ترهګرۍ اؤ توندلاریتوب د مخنیوي لپاره پاکستان هیڅ تګلاره په لاس کې نه لري


څېړونکي وايي په پاکستان کې د ترهګرۍ او انتهاخوښۍ د مخنيوي لپاره هيڅ يوه پاليسي يا تګلاره نشته چې له امله یې په خېبرپښتونخوا او نورو سيمو کې اور لګېدلی دی۔

دڅېړونکو په وینا که مرکزي حکومت د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي پړه په خېبرپښتونخوا حکومت وراچوي نو دا ولس ته زيان رسوي او وسله وال لا پسې پیاوړي کوي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې څېړونکي او ليکوال ډاکټرسيد عرفان اشرف ویلي ځينې ګوندونه نه غواړي چې دلته ترهګري ختمه شي ځکه چې دې صورتحال نه هغويرګټې ترلاسه کوي.

هغه وایي جمعیت علماء اسلام(ف) ګوند باندې هم دا تورونه لګي چې زياتره ترهګر دهغوئ د ډلې نه دي او په تحريک انصاف ګوند هم دغسې تورونه لګي او عمران خان په خپله لږه موده وړاندې ويلي وؤ چې په افغانستان کې طالبانو د غلامۍ ځنځيرونه مات کړل۔

نوموړی وايي" بيا به مونږ داسې ګوندونو نه څه تمه وساتو چې هغوئ به دلته دترهګرۍ مخنيوی وکړي"

تيره ورځ د جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې له خوا د رابلل شوې ټول ګونديز کانفرنس په اعلاميه کې دخېبرپښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي او هدفي وژنو ذمه وار ګرځول شوی و۔

خو دخېبرپښتونخوا حکومت چارواکو دغه تورونه رد کړي او وايي مرکزي حکومت ددې ددې وضعیت زمه وار دی۔

څېړونکي وايي د ترهګرۍ په ضد پاليسۍ کې بدلون راوستل وخت ضرورت دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې مشر پروفيسر ډاکټر فيض الله جان وي او اې ډيوه ته وويل دا خبره واضحه په ۱۸ ترميم کې ليکل شوې ده چې په صوبه کې دننه د امنيت د ټينګښت ذمه واري د صوبايي حکومت جوړيږي او په دې ځائ کې دخېبرپښتونخوا حکومت دې نه مخ نه شي اړولی او دا بهانه نه شي جوړولی چې دا د مرکز کار دی۔

هغه زياته کړه دا د خېبرپښتونخوا حکومت ذمه واري ده چې دامنيت وضعه ښه کړي خو حکومت داسې ځان غلی کړی لکه چې دا دهغوئ کار نه وي۔

نوموړي وويل "خو د ټول هېواد د پاليسانو نتيجه دا ده چې دلته مرګ ژوبله روانه ده او که مونږ ورته وګورو نو مرکز هم دې نه مخ نه شي اړولی،د پاکستان د يو رياست په حیث چې کومې پاليسۍ دي او کومه پاليسي د افغانستان او ترهګرو په اړه ده نو د هغو پاليسيو نتيجه دا ده چې خېبرپښتونخوا کې مرګ ژوبله دوام لري او د خراب امنيت ذمه واري هم د مرکز او هم خېبرپښتونخوا حکومت جوړيږي"

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف تيره ورځ دعوه کړې وه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ د پاره کارول کېږي خو په افغانستان واکمنو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي اؤ وایي دافغانستان خاوره دهیچا پرضد نه کارول کیږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG