لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې دپولیو ټیمونو په ساتنه مامورو پولیسو باندې بریدونه شوي


دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور پولیس عسکرو باندې بیلا بیل ترهګریز بریدنه شوي چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو برید کوونکي له بریده ورسته روغ وتلي دي.

پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا بریدونه نن د چار شنبې په ورځ غرمه مهال د ښار توصیف اباد او کلاچي سیمو کې هغه مهال شوي دي چې د پولیسو عسکر د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور وو.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي لومړی ترهګرو د ښار توصیف اباد سیمه کې د پولیو ټیمونو په ساتنه په مامورو پولیسو ډزې کړي خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې .

پولیسو ویلي بله پېښه د ښار نه 40 کلومیتره لرې کلاچي سیمه کې هغه مهال رامینځ ته شوې چې د پولیو د ډلو ساتنې له ډیوټي کولو وروسته پولیس عسکر په یو بس کې واپس روان وو.

پولیس وایي په دغه مهال په بس نامالومو وسله والو ډزې کړي چې پکې یو پولیس اهلکار ریاض ژوبل شوی اؤ په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.

په کلاچۍ کې دترسره شوي دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د ډیره اسماعیل خان دضلعي مرکزي روغتون یو ډاکټر ادریس بیټني وي او ای ډیوه ته وویل د ژوبل شوي عسکر عملیات ترسره شوي اؤ له عملیاتو وروسته ایي سي یو ته منتقل کړل شوی دی.

پولیس وایي علاقې ته نور پولیس او پوځي سرتیري لیږل شوي ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې او د لټونې عملیات یې پېل کړي دي .

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو اؤ دهغوئ په ساتونکو پولیسو وسله والو بریدونه کړي چې پکې ګڼ شمیر مامورین اؤ پولیس وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG