لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین نه د پاکستان لخوا د اضافه قرضې اخیستو په سر اندېښنې ښودل شوي دي


د برتانيي ورځپانړى فاينينشل ټایمز کې خپور شوى رپوټ کې د معاشي بحران سره مخ د پاکستان د حکومت له خوا د اور ګاډي پټلى يا پروژى ML 1 لپاره د چين د نه د نور لس اربه ډالر قرضى اخستو په پريکړه اندېښنې ښودلى شوي او د معاشي چارو څيړونکې هم د پاکستان د حکومت په دغه پريکړه ټکونه کوي.

تېر (۲۰۲۲) کال نومبر مياشت کې د چين د دورې په وخت د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د چين صدر شي جن پېنګ، په اېم ايل ون پروژى باندى کار پيل کيدو پخلى کړىدی.

د ايم ايل ون د لاندې د کراچې نه تر پيښور پورې د انګريز د دور راهېسې غځيدلې ١٧٠٠ کلوميټره رېل پټلۍ دوه ګوني کولو او ريلوې سټيشنو باندې جديد مخابراتي نظام په ځاى کولو منصوبې شامله دي چې په نتیجه کې به یې د ريل رفتار په يو ساعت کې ١٦٠ کلوميټره ته رسي.

د بر تانيي ورځپاڼې فایننشیل ټایمز کې د یو خپور شوي رپوټ ترمخه پاکستان د دې پروژى لپاره د چين څخه نور لس اربه ډالر قرضى اخستو پريکړه کړى ده.

رپوټ وايي د وړاندې نه د چين او نړېوال مالياتي ادارو پاکستان باندې د ١٠٠ اربه ډالر نه زياتې قرضى ورپورې دي او د مرکزي بينک ذخيره د ٦ اربه ډالر نه راکوزه شوې چې له امله د پاکستان حکومت د ديواليه کيدو د خطر سره مخ دى.

د تجارت پخواني وزير محمد زبير فاېنينشل ټاٸمز ته ويلي د پاکستان حکومت په دې معامله د غلط بيانۍ نه کار اخلي او ريښتيا نه وايي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې محمد زبير ايم ايل ون پروژه راتلونکي کي د پاکستان د معيشت لپاره ګټور ثابتيدلو پخلى وکړ خو ورسره ېې د ځینو معاملاتو په سر سپيناوى هم لازم وبله.

هغه وويل ريلوې د اقتصادي پرمختيا د اډانې مهمه برخه ده او دا تجارت سره عام اولس تګ راتګ کې هم ډير لوى کردار لري.

خو د ډاکټر زبير په خبره دا وخت که د پاکستان حکومت دى پروژه کې سنجيده وي نو کتلى کيږي به چې د دى د کاميابى لپاره حکومت څومره fiscal space جوړوي يا اخراجات کې کمې راولي.

نوموړي وويل بل به کتل وي چې چين د پروژى لپاره په کومو شرطونو پاکستان ته قرضه ورکوي او دا د پاکستان له خوا وړاندى نه اخستلى شوې قرضو د شرطونو په مقابله کې څنګه بدل دي.

ډاکټر زبیر زياته کړه چې پاکستان به دې پروژې نه پخپلې کرنسۍ کې آمدن کوي خو د قرضى په بدل کې سود او پاتې رقم به چين ته که ډالر کې ورکول وي نو بيا به هم دا د ملکي معیشت لپاره زياني وي.

فاينينشل ټايمز سره خبرو کې د پرمختيا وزير احسن اقبال د Ml1 پروژى دفاع کې دريځ خپل کړى که دا عملي نه شوه نو د پاکستان ريلوې نظام څه وخت هم ناکاره کيدلى شي.

مطبوعاتي رپوټونو ترمخه پاکستان د ايم ايل ون پروژى ٩٠ فيصدي برخى لپاره د چين څخه په يو فيصدي سود او ډالر کى قرضه غواړي خو چين د قرضى لپاره دوه اعشاريه اته فيصدي شرط ايښى دى.

د معاشي چارو بل يو څيړونکى او د ايف بي آر پخوانى مشر ډاکټر ارشاد په دغه شرح سره سود د پاکستان په معيشت لوى بار ګڼي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړى ګرده نړۍ کې په فيصدي سود باندى قرضى ته مناسب يا نرم سود ويلي کيږي خو که دا د دوه فيصدي يا دې نه هم زياتیږي نو بيا د پاکستان لپاره زياني ده.

د پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال فاېنينشل ټاٸمز سره خبرو کې د ايم ايل ون پروژى لپاره د چين نه د قرضى اخستو پخلى کړى دی.

هغه دعوه کړى دا قرضه به رعايتي نرخونو باندى وي او پاکستان به پابنده وي راتلونکي ٢٠ نه ٢٥ کاله کى دا چين ته بيرته ورکړي خو احسن اقبال په قرضى د سود يادى سره تړلى معاملات نور تفصيلات ويلو نه ډډه کړى ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG