لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو د پاکستان مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند په خلاف د بریدونو خبرداری ورکړی


اسلام اباد ــــ کالعدم تحريک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی چې ايتلافي حکومت کې شامل د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند پر ضد عملياتو کولو باندې غور کوي او ورسره یې دړکه هم ورکړې که چېرې دغه دوه ګوندونه په خپل دريځ ولاړ وي او "د پوځ غلامي کوي د دوى غړي به په نخښه کوي".

تحريک طالبان پاکستان د شورو- چارشنبې په ورځ يو تازه بيان کې نيغ په نيغه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو زرداري ته دړکه ورکړې او ويلي یې دي چې شهباز شريف او بلاول بټو "د امريکې د خوشالولو لپاره د ټي ټي پي پر ضد د جنګ اعلان کړی دی".

ټي ټي پي پخپل بیان کې له عامو خلکو غوښتي چې د حکومت داسې د سر کسانو ته "له نیژدې اوسېدلو دې ډډه وکړي"، په بیان کې ویل چې د مذهبي ګوندونو په خلاف د "ټي ټي پي په پالیسۍ کې ګنجایش نه شته، خو وایي:

"خو له تاسې هم غواړو چې زموږ په خلاف له کېدونکو هلو ځلو څخه پرهېز وکړئ".

قامپاله ګوند عوامي نېشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په "هدفي فهرست" کې ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي دي.

څېړونکي د ټي ټي پي له خوا دا ډول دړکې يو سياسي بيان بولي او وایي دوى داسې نه ګڼي چې په دا قسمه دړکو سره به دا وسلواله ډله د هيواد مرکزي سياسي قيادت د دوى پر ضد د روانو عملياتو څخه ودروي.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې څېړونکى او د پوځ يو پخوانى بريګېډیر سعد محمد وويل، "ټي ټي پي دا رقم بيانونه ځکه ورکوي چې د دوى پر ضد عمليات روان دي او دوى غواړي د پي ډي ايم سياسي قيادت کې ويره ترهه خوره کړي".

د يوې پوښتنې په ځواب کې بريګېډیر سعد محمد زياته کړه،‌ سياسي قيادت ته خطرې خو به وي خو وایي "زه نه وينم دا رقم دړکې به په دې ګوندونو باندې په راتلونکو ټاکنو کې څه اغېز ولري".

روانه اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په هيواد کې بيا را اوچتېدونکې ترهګرۍ ته به سخت ځواب ووایي او دا به په هيڅ ډول و نه زغمي.

د ملي امنیت د کمېټۍ د غونډې وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف پخپل يو ټويټ کي ويلي وو، غونډې ژمنه څرګنده کړې چې د هيواد څخه هر قسمه ترهګري به له بېخه وباسي او د پاکستان په يو يو انچ ځمکه به رياستي عملداري يقيني کوي.

د پاکستان پييلز ګوند مشر او خاجه وزير بلاول بټو زرداري هم تېره مياشت د امريکا د سفر په مهال تحريک طالبان پاکستان د پاکستان لپاره ' سره کرښه' ګڼلې وه او ويلي یې وو چې د ټي ټي پي پر ضد به سخت عمليات کېږي.

د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند له خوا تر دې دمه د تحریک طالبان پاکستان تازه خبرداري ته څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو د پيپلز ګوند يو مشر فيصل کريم کونډي وي او اې ډيوه ته وويل:

"موږ وړاندې هم د پاکستان خدمت کړی او اوس به یې هم کوو او هر هغه خلکو سره خبرو ته تيار يو چې امن غواړي او په جمهوريت يقين ساتي".

نوموړي ويلي د پيپلز ګوند د مشرانو په جينز يا خټه کې ويره نشته، وایي بلاول بټو څه عمران خان نه دی چې «يوټرن» به واخلي يا د خپل دريځ نه به په شا شي.

کونډي زياته کړه، "دا رقم دړکې موږ د خپل مقصد څخه نه شي منع کولای".

بل خوا د کورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله ويلي، د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اترو يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG