لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سومالیا کې په دوو چاودنو کې 35 تنه وژل شوي دي،‌ الشباب ډلې یې ذمه واري منلې ده


\
\

واشنګټن ـــــ د افریقایي هېواد سومالیا په مرکزي سیمه کې د چارشنبې- شورو په ورځ پر دوو موټرو بمي چاودنې شوې دي چې د پولیسو په وینا د یوې کورنۍ د اتو غړو په ګډون لږ تر لږه 35 کسان پکې وژل شوي او 40 نور ټپیان شوي دي.

د سومالیا د هیرشابیل صوبې د پولیسو مرستیال مشر حسن کافي محمد ابراهیم رویټرز ته ویلي چې په پېښه کې "اکثره وژل شوي عام خلک، ښځې او ماشومان دي."

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا چاودنې د مهاس په نوم ښار کې له القاعدې سره تړلې الشباب وسلوالې ډلې کړې دي.

د دې ډلې له خوا دا تازه حمله وروسته له هغه شوې چې تېر کال حکومتي ځواکونو او اتحادي قبایلي ملېشو له هغې سیمې د الشاب د یاغیانو په شړلو لاس پورې کړ، چې له اوږدې مودې د دوی په ولکه کې وه.

د پولیسو مرستیال مشر محمد ابراهیم وایي، دا دواړه ځانمرګي بریدونه وو، چې د موټرو په وسیله شوي دي، وایي په دې غبرګو چاودنو کې د یوې کورنۍ له نهو غړو یواځې یو ماشوم ژوندی پات شوی دی:

"نورو کورنیو هم خپل نیمایي غړي بایللي دي. په دواړو چاودنو د عامو خلکو کورونه هم سوځېدلي او ایره شوي دي."

د مهاس ضلعې کمیشنر مومن محمد هالان سرکاري رېډیو ته وویل چې یوې بمي چاودنې د ده کور په نخښه کړی او بل یې د وفاقي پارلمان د غړي کور ته نیژدې چاودلی دی.

د الشباب وسلوالې ډلې د رسنیو دفتر په یوه بیان کې د دواړو چاودنو ذمه واري پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې ځانمرګو بریدګرو یې "مرتد ملېشه او پوځیان" په نخښه کړي او دعوه یې کړې چې 87 تنه یې وژلي دي.

رویټرز وایي الشباب ډله اکثر تر خپلو بریدونو وروسته د ځایي چارواکو او اوسېدونکو په نسبت په پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات یادوي.

الشباب ډله له 2007م کال راهیسې د سومالیا د حکومت خلاف بغاوت کوي. له تېر کال راهیسې حکومتي ځواکونو د دې ډلې په ضد پراخ عملیات کړي او ډېرې سیمې یې ترې پاکې کړې دي.

خو د حکومتي ځواکونو له بریدونو سره سره الشباب په وروستیو میاشتو کې په پایتخت موګادیشو کې له حکومتي ودانیو او هوټلونو سره سره پر نورو ځایونو هم پرله پسې بریدونه کړي دي.

د الشباب ډلې وسلوالو فعالیتونو سومالیا ته د نړیوالو مرستو رسول هم محدود کړي دي، چې له کبله یې په څلورو لسیزو کې د افریقې تر ټولو بدې وچکالۍ د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG