لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په پنجاب کې د ايي اېس ايي د دوه افسرانو د وژلو زمه واري منلې


تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پاکستان په پنجاب صوبه کې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] د دوه افسرانو د وژلو زمه واري منلې ده، ځايي ميډیا وايي د القاعده سره اړونده ډلې هم د دغه پېښې پړه په غاړه په اخستې ده.

د نهې/ سه شنبې په ورځ درېمه جنورۍ د پنجاب صوبې چارواکو ويلي وو، د سي ټي ډي دوه چارواکي په خانېوال سیمه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ويلي د پېښې په درج شوې مقدمه کې ویل شوي چې د ايي اېس ايي د ملتان سيمې مشر نويد صادق او انسپکټر ناصر عباس په خانېوال کې د سړ ک په غاړه په هوټل کې د یو تن سره مېلاو شوي او دغه تن بیا په دوی ډزې کړي او وژلي یې دي.

په ټولنيزو رسنيوعکسونه خپاره شوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل ندیم انجم د وژل شوو افسرانو په جنازه کې ګډون کړی دی.

د ډان په خبر کې ويل شوي د لشکر اسلام په نوم ډلې چې خپل تړاو يې د القاعده سره ښودلی هم د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

ويل شوي د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادې لاندې درج شوې او د سي ټي ډي پنجاب مشر ویلي، ډزې کوونکی تن يې پېژندلی او د لټون دپاره يې عملیات روان دي.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د دغې وروسته یې پرله پسې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

پرون د پاکستان د کورنيو چارو وزيررانا ثناالله ويلي د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اتر يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي.

رانا ثناالله دا دعوه هم کړې چې د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي يې نيولي چا چې د سوشل ميډيا د لارې دړکه ورکړې وه چې د پاکستان په پارلمان به حملې کوي.

رانا ثناالله د ترهګرۍ ضد ادارې د دوه افسرانو وژنه غټ زيان بللی او ويلي يې دي وژل شوي ډاېرېکټر صادق د ترهګرو خلاف يو شمېر کامياب اپرېشنونه کړي وو.

تحريک طالبان په يو تازه بيان کې دړکه ورکړې چې د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند غړي به هم په نخښه کوي.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په غونډه کې د کوم ملک د نوم اخستو بغېر ويل شوي وو، "پاکستان به هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي".

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي".

د وېب پاڼې ترمخه "د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي".

له دې وړاندې تير کال د اکتوبر په مياشت کې په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS ويلي وو، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

PIPS چې په خپله فېس بک پاڼه تفصیلي رپورټ خپور کړی چې پکې ويل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي او په دې موده کې له دغې وړاندې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG