لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه دوه تنه مړه شوي، د صحت قامي اداره وايي په ملک کې د کرونا نوی ډول نشته


پاکستان کې د صحت قامي ادارې [اېن ايي اېچ] ويلي، په ملک کې د کرونا څخه دوه تنه مړه شوي او دغه خبرونه يې رد کړي چې ګنې په ملک کې د کرونا کوم نوی ډول مخې ته راغلی دی.

ادارې پرون ویلي وو چې په ملک کې نور 22 کسان په کرونا اخته شوي او دوه تنه ترې مړه شوي وو.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه په مړه شوو کسانو کې يو شپږ کلن ماشومان چې د وینې په کېنسر اخته وو د کرونا له امله په خېبرپښتونخوا کې مړ شوی او بل په سيند صوبه کې 75 کلن تن مړ شوی وو.

له دې وړاندې اېن ايي اېچ په اووم دسمبر د کرونا له امله د دوه کسانو د مړینې خبر ورکړی وو.

ادارې نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [پينځمه جنورۍ] په ټويټر ويلي، په تير شوا روز کې نور 33 کسان په کرونا اخته شوي خو څوک ترې مړه شوي نه دي او ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 19 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

ادارې او د کرونا د څار او انتظام کمېټۍ پرون ویلي وو، چې په ملک کې د کرونا د نوي ډول د خبرونو رد کوي، او د کرونا [اېکس بي بي اومېکرون] ډول د تيرو درېو مياشتو راهسې موجود دی، اېن سي او سي د نزدې نه د حالاتو څارنه کوي.

په وروستيو کې په پاکستان کې ځايي ميډيا خبرونه ورکړي وو چې په پاکستان کې د کرونا د هغه نوي ډول پېښې معلومې شوي کوم ډول چې په چين کې مخې ته راغلی او په تېزۍ سره خوريږي.

په وروستيو کې په چین کې په کرونا وایرس د قابو موندلو لپاره د پرځاي کړل شوې "زیرو کووډ پالیسۍ" د ختمیدو سره سم په دغه هیواد کې یو وارې بیا د لکونو په شمېره د کرونا وبا د پېښو مخې ته راتلل پیل شوي دي او څېړونکي اندېښنې څرګندوي چې په ممکنه توګه نړۍ یو وارې بیا د کرونا وبا د یوې نوې څپې سره مخ کیدای شي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) د معاینو د څانګې مشرې سومیه سوامیناتهن په وروستيو کې ويلي چې د چین د ابادۍ یوه لویه برخه د کرونا وبا پرضد د مدافعت جوګه نه ده ځکه چې هلته د زاړه عمر خلک زیات دي او په هغوی کې هم زیاترو ته کرونا ضد ویکسین نه دي لګول شوي یا یې هم د ویکسین اضافي خوراک نه دی اخستی.

دوه ورځې وړاندې اې اېف پي خبري ادارې ویلي وو، په چين کې چې د کرونا نوې څپه راغلې او پېښې سېوا شوي، امريکې، برتانیې، کېنېډا، اټلي، سپېن او جاپان سره په وروستیو کې اسټريليا هم ضروري کړې چې د چين څخه دغو هيوادونو ته د تلونکو به لومړی دا کتنه کيږي چې د کرونا معاينه يې منفي ده يا دغه تن په کرونا اخته نه دی.

او په خېبرپښتونخوا کې د کرونا د انتظام او څار د پروګرام صوبايي مشر ډاکټر نېک داد اپريدی وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په چين کې د کرونا د نوې څپې راتلو په تناظر کې په ملک کې د صحت مرکزي وزارت او د خېبرپښتونخوا حکومت لارښوونه کړې په هوايي اډو او تورخم ګامونه پورته کړی شوي او ټېسټونه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG