لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په 2022 کې د لادرکيو 860 پېښې رپورټ شوي، 977 کسان د پوځ په حراستي مرکزونو کې دي


پاکستان کې په زوره د لا درکه تنانو د قضيو څيړونکي حکومتي کمېشن ويلي چي تېر کال په 2022 کې په ګرد هېواد کې د خلکو د لا درکه کېدو ټولې 860 قضيې رپورټ شوي دي چې پکې 977 کسان د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي.

په پاکستان کې د لا درکه تنانو د حقونو لپاره مبارزه کونکي غېر دولتي تنظيمونه وايي د خلکو په جبري توګه د لا درکه کولو لړۍ به تر هغې تم نشي تر څو چې د حکومت لخوا د پاليسۍ په کچه ګامونه نه وي پورته کړی شوي.

په بلوچستان کې د لا درکه بلوچانو د حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وي او اې ډيوه ته ويلي په صوبه کې د کال 2019 او 2020 په مهال د خلکو په زوره د لا درکه کولو لړۍ يو څه تم شوې خو تېر کال 2022 کې يو ځل بيا په دې عمل کې تيزي لېدل شوه وه.

حکومتي کمېشن په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د لا درکه تنانو په دغو 860 قضيو کې تر ټولو زیاتې 128 قضيې تېر کال اکتوبر په میاشت کې رپورټ شوې او هم دغه راز د اپرېل په میاشت کې په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ 122 کېسونه درج شوي وو.

کمېشن ويلي تر اوسه پورې د لا درکه شوو تنانو 9133 کېسونه هوار کړی شوي دي خو د کمېشن په رپورټ کې د هغو لا درکه تنانو شمېرې نه دي څرګندې شوي چې تېر کال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کمېشن په تازه شمېرو کې ويل شوي چې اوسمهال په ټول هېواد کې 977 لا درکه کسان د پوځ د څارنې لاندې په بېلابېلو حراستي مرکزونو کې قېد دي او په دغو مرکزونو کې د قېد کسانو لويه شمېره د خېبر پښتونخوا سره تړاو لري خو په رپورټ کې دا شمېره نه ده ښودلې شوې.

د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين او د بشري حقونو ډلې تور لګوي چې په لسګونو زره کسان د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارو تري تم کړي خو د پاکستان پوځ وار په وار دا تور ردوي چې ګواکې دوي د بلوچانو او پښتنو په تښتولو او وژنو کې ککړ دي.

په پاکستان کې د لا درکه تنانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس آف هيومن راېټس په خپل راپور کې ويلي چي تېر کال 2022 کې په جبري توګه د لا درکه تنانو 150 کېسونه درج شوي دي او په دې کې د زياترو لا درکه تنانو تړاو د خېبرپښتونخوا سره دی.

د ډېفنس اف هېومن رايټس تنظیم مشره امنه مسعود جنجوعه ډيوه ته وايي د خلکو په جبري توګه د لا درکه کېدو روانه لړۍ به تر هغې تم نشي تر څو چې حکومت د تګلارې په کچه موثره ګامونه نه وي پورته کړي.

هغه وايي باید چې په دې برخه کې د هېواد وزیر اعظم، د سترې محکمې مشر قاضي د پوځ د مشر سره کښېني او ددې ستونزې د حل لاره راوباسي او که دا لړۍ هم داسې روانه پاتې شي نو په نړۍ کې به د پاکستان د بدنامۍ سبب ګرځي.

د بلوچ لا درکه تنانو د حقونو تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوچ ډيوه ته وايي په کال 2022 کې د بلوچانو او په ځانګړي ډول د بلوچ زده کوونکو د تري تم کېدو په پېښو کې تېزي لېدل شوې وه او دغه يو شمېر لا درکه بلوچانو د نوموړي په وینا امنیتي ادارو په جعلي مقابلو کې هم وژلي دي.

ښاغلي نصرالله بلوچ د حکومت څخه غوښتنه کړې چې که لا درکه کسان د رياست خلاف هلوځلو کې ککړ وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي او سزا دې شي خو باید چې بې ګناه کسان خوشې کړل شي.

هغه وویل په کال 2022 کې د دوي د تنظیم سره د 570 بلوچانو د لا درکۍ قضيې ثبت شوي دي. او دا کسان د بلوچستان د بېلابېلو برخو څخه ورک شوي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په کال 2022 کې د چا په زوره لا درکه کول د قانون د لارې جرم ګرځولي دي خو د بشري حقونو مبارزين او قانون پوهان بيا هم په دغه قانون نيوکې کوي او وايي په ياد قانون کې د هغه کس لپاره هم سزا مقرر کړی شوې ده څوک په رياستي ادارو د چا د ورکولو تور ولګوي او بېي ثابت نه کړی شي. دوی وايي د قانون دغه ماده د جبري لا درکيو په رپورټ کولو کې لوي خنډ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG