لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عربي اماراتو او جاپان روانه میاشت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د افغانستان په اړه د غونډې غوښتنه کړې


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو له خوا په غیرسرکاري کورنيو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې په اړه په روانه جنورۍ میاشت کې غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دفتر ویاندې شهاد مطر په یو ټویټ کې ویلي دي، چې د بندو دروازو تر شا دا غونډه د عرب اماراتو او جاپان په وړاندیز جوړیږي. په ټویټ کې لیکل شوي:

"متحده عربي اماراتو او جاپان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د [د ښځو په اړه] د طالبانو د وروستیو پرېکړو او د بشري حالت په ګډون د دغو پرېکړو د اغېزو په رڼا کې د جنورۍ پر 13مه یوه ځانګړې غونډه را غواړي".

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نسیبې هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو بیان کې د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده چې ښځې یې په غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې دي.

مېرمن لانا نسیبې ویلي په داسې حال کې چې د افغانستان په درو کې دوې برخې وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ میلینه خلک له لوږې سره مخ دي، په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه به د بشري مرستو د رسولو کارونه لا ډېر له خنډ سره مخ کړي:

"د افغانستان او د دې هېواد د خلکو ښه راتلونکی او ښېګړه په ټولنه کې د ښځو او نجونو په بشپړ ګډون پورې اړه لري".

د عرب اماراتو سفیرې ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه ښځو ماشومانو، لویانو او نورو بشري مرستو ته اړو کسانو ته لا نورې ستونځې جوړوي. مېرمن نسیبې په ټینګار سره ویلي:

"دا پرېکړه چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د لوړو زدکړو په وروستي او نه منلو وړ بندیز پسې مخې ته راغلې ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 2615 قرارداد څخه سرغړونه ده او شک نه شته چې دا به په افغانستان کې انساني ناورین لا زیات کړي".

د تېر کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو یا انجوګانو ته امر وکړ چې په سمدستي توګه د افغانو ښځو کارونه له دې کبله وځنډوي چې د دوی په وینا هغوی اسلامي حجاب او په کار کې له سړیو د بېلوالي امر نه عملي کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي او مرسته کوونکي‌ دفتر یوناما مشر مارکِس پوټزل په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي، یوناما پرون د طالبانو د ريس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د ښاغلي پوټزل تر لیدو وروسته لیکلي:

"د افغان ښځو له حقونو انکار کول ټول افغانان زیانمنوي او مهمې بشري مرستې ګډوډوي. د سترې اقتصادي بدبختۍ او د افغانستان د انزوا [یواځیتوب] د مخنیوي لپاره دښځو پر زدکړو او کار د بندیز لرې کول اړين دي".

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د عربي اماراتو سفیرې لانا نسیبې په ټینګار سره ویلي، چې اسلام د ښځو رول ته درناوی لري او د هغوی د حقونو ساتنه کوي. هغې د ژوند په ټولو برخو کې د افغانو ښځو او نجونو د پوره او برابرې برخې پر اهمیت ټینګار وکړ.

متحده عربي اماراتو ویلي چې له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو سره په همکارۍ به د افغانستان د خپلواکۍ، ارامۍ، امن او سوکالۍ په برخه کې پر خپلو اوږدمهاله ژمنو ټینګ پاته شي.

د طالبانو حکومت د 2021م کال په ستمبر کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړل او د 2022م کال د دسمبر پر 20مه یې په ټولو سرکاري او شخصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زدکړې "تر بل امر پورې" وځنډولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG