لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ قامي پاڅون: پښتانه په خپل وطن جنګ نه غواړي


د باجوړ قامي امن پاڅون غونډې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وويل، "دوی په خپل وطن جنګ نه غواړي، لا درکه کسان دې عدالت ته وړاندې شي، امن دې وي، ظلم جبر دې نه وي، انصاف دې وي، دا د پښتون ولس غوښتنه ده".

هغه وويل، "پښتنو جنګي پاليسي په مخ نه ده وړي، دوی ته بهرني ایجنټان ويل کيږي خو بهرني ايجنټان هغه دي چې پښتنې خاورې ته یې د جنګ پاليسي راوړې ده".

هغه زیاته کړه "دوی انصاف غواړي غدار ورته ویل کيږي، دا کوم معیار دی؟ په نورو ملکونو کې چې څوک ووژل شي هغه ته حکومت انصاف ورکوي او چې څوک وژنې کوي هغه په جېل کې بندوي خو دلته راو انوار او احسان الله احسان چې وژنې يې کړي بهر ګرځي او علي وزیر چې د کورنۍ يې 18 کسان شهيدان دي هغه په جېل کې دی".

"پښتانه دغه معيار نه مني، په ولسي قوت او قامي اتحاد به د دې هرڅه مقابله کوي. څوک چې د پښتنو وژنه کوي دوی به يې په وړاندې ودريږي". نوموړي د پاکستان د پوځ په جرنېلانو تورونه لګولي چې د دوی د پاليسيانو له امله پښتانه برباد شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

منظور پشتين په ټولو پښتنو او سياسي ګوندونو د امن او وطن دپاره د يو کېدو او اواز پورته کولو غږ کړی دی.

د باجوړ قامي پاڅون ته د عوامي نېشل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړو سردار حسېن بابک او نثار مومند، د قامي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ او منظور پشتين ترڅنګ د نورو ضلعو نه هم خلک ورغلي وو.

سردار حسېن بابک ميډيا سره په خبرو کې وويل "په پښتنه خاوره په را روانې بدامنۍ د رياست ادارې خاموشه دي، او د خپل غږ پورته کولو د پاره هم دا د ولسي پاڅون لاره پاتې ده".

هغه زیاته کړه، "څوک چې د امن خبره کوي هغه وژلی کيږي، څوک چې د حق خبره کوي هغه وژلی کيږي، څوک چې د پښتنو د مسلو خبره کوي هغه وژلی کيږي زمه وار خو رياست دی او ولس به د رياست نه سوالونه کوي خو رياست خاموشه دی او جواب نه ورکوي".

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وويل، "د امن پاڅونونو سلسله به د پښتونخوا وطن د امن زېری ثابتيږي".

هغه وویل، "چې جنګ زمونږ خاورې ته راغلی دی او دا عالمي جنګ دی. خو نن چې کومه د ګټې خبره ده هغه دا ده چې قام پاڅېدلی دی، د باجوړ نه واخله تر باجوړ پورې، او د وزيرستان نه تر سوات پورې، امن غواړي".

د باجوړ امن پاڅون راجوړولو کې مهم رول لوبونکي مولانا خانزېب ويلي پاڅون ته د پښتنو ګڼ شمېر مشران ورغلي او دوی خوشبينه دي چې د دې لاريونونو په وجه به دلته امن راځي.

"ډير لوي اولسي پاڅون دې، مونږ هيله مند او ډاډه يو چې د دې په برکت به دلته امن او سوکالي راشي".

د اګست په مياشت کې په سوات کې وسله وال ښکاره شوي وو د هغې وروسته بيا په سوات کې د امن د پاره د ولسي احتجاجونو او قامي پاڅونونو لړۍ پېل شوې او د پښتنونخوا په زياتو سيمو کې دغه پاڅونونه شوي دي.

د نومبر د مياشت نه راپدېخوا چې ټي ټي پي ډز بندي ختمه کړې په ځانګړي ډول د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوې ده.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه د بنو په جانيخېلو کې، نن په باجوړ او په 11 جنورۍ په مومندو کې امن جرګه اعلان شوې، په دې لاريونونو، احتجاجونو او جرګو کې ګډونوال د رياست نه په پښتنه خاوره د امن پرځای کولو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG