لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: ايران سره ايټمي لوظنامه نه، د ايران احتجاجونه او د روس ايران تعلقات مو لومړيتوبونه دي


واشنګټن- د امريکا د خارجه چارو وزارت وياند نېډ پرايس ويلي دا وخت د ايران سره د ايټمي لوظنامې په بيا تازه کولو خبرې اترې نه کوي بلکې په ايران کې روان احتجاجونه او د روس ايران د يو بل سره نزدې اړيکو ته کتنه د امريکا په لومړيتوبونو کې دي.

وياند خبريالانو ته ويلي د ايران سره د کال 2015 ګډه لوظنامه بحالول به د څو مياشتو پورې په ايجنډا نه وي د کومې نه چې پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په کال 2018 کې په يو اړخيزه توګه په دې بنياد په شا شوی و چې هغه ګڼل دا لوظنامه تر ډېره د ايران په ګټه ده او په ايران يې بيا بندېزونه لګولي وو.

په غبرګون کې يې ايران د هغې ژمنې نه په شا تللی چې د لوظنامې په ترڅ کې به يې ايټمي وسلې نه جوړولې.

ايران دا تورونه ردوي خو د امريکا د لوظنامې نه د په شا کېدو وروستو ايران د يورينيم د غني کولو او اوچتې کچې ته د رسولو او د جديد سنټريفيوجېز حاصلولو عمل تېز کړی.

ښاغلي پرايس وويل چې تېر کال کله ايران لوظنامې ته د بيرته ګرځېدو د شرطونو د منلو نه ډډه وکړه نو اوس امريکا د ايران د ولس د بشري حقونو د ملاتړ پلوي کوي کوم چې د سېپټمبر نه په احتجاجونو دی او بيا د ايران دې رول ته ګوري چې څنګه په اوکراين د روس د يرغل ملګرتيا کوي.

وياند وويل “ايران زمونږ د پاره يوه مشکله معامله ده چې يو خوا يې د ايڼمي پروګرام لانجه ده او بل خوا په ټول منځني ختيځ کې ناوړه چلن کوي”.

هغه وويل اوس دا هم ده چې ايران د خپلو خلکو سره زور زياتی کوي کوم چې په نرتوب سړکونو ته راوتلي دي او بيا روس ته پوځي او امنيتي مرستې ورکوي او زياته يې کړه دا ټول داسې کارونه دي چې مونږ يې د سختو سرايطو سره مخ کړي يو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG