لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو او مخکینیو برتانوي پوځیانو د شهزاده هېري خبرې غندلې دي چې وایي 25 طالبان یې وژلي وو


واشنګټن ــــــ د طالبانو د حکومت دوو ویاندویانو، یوه چارواکي او دوو مخکینیو برتانوي پوځي افسرانو د برتانیې د شاهي کورنۍ د یوه غړي شهزاده هېري پر هغه خبره نیوکې کړې دي چې هغه پخپل کتاب کې لیکلي، په افغانستان کې له خپل پوځ سره د پوځي هیلیکاپټر چلولو پر وخت یې 25 طالب جنګیالي وژلي وو.

د برتانیې د ملي امنیت مخکیني سلاکار کیم ډېروچ- چې له 2016 تر 2019 پورې په امریکا کې سفیر وو- سکای نیوز ته ویلي، ده به هېري ته مشوره ورکړې وای چې له داسې بیانه ډډه وکړي.

د برتانیې د پوځ یوه ریټایر شوي افسر ریچرډ کیمپ هم سکای نیوز ته ویلي، شهزاده هېري د ده په شهرت "داغ" ولګاوه او وایي هغه "په ناحقه" د برتانیې پوځ په منفي رڼا کې ورنګاوه.

د طالبانو د کابینې یوه چارواکي انس حقاني پر ټویټر په څو ټویټونو کې شهزاده هېري مخاطب کړی او ورته ویلي یې دي، ده چې په افغانستان کې کوم کسان وژلي "هغه انسانان وو، د شطرنج ګیټۍ نه وې".

انس حقاني لیکلي چې شهزاده هېري د کومو کسانو د وژنې اعتراف کوي، "هغوی کورنۍ لرلې او د دوی د بیرته ور ستنېدو په تمه وې." حقاني برتانوي شهزاده ته د کنایې په توګه ویلي:

"د افغانانو په قاتلانو کې ډېر ستا غوندې شرافت نه لري چې خپل ضمیر ښکاره کړي او خپل جنګي جرمونه ومني، ریښتیا هغه دي چې تا ويلي دي. زموږ بې ګناه خلک ستا د عسکرو، پوځیانو او سیاسي مشرانو ته د شطرنج دانې وې."

شهزاده هېري ویلي وو، هغه په دې وژنو نه خو ویاړ کوي او نه ورباندې پښیمانه دی. د ده په وینا د خپل کار پر مهال د ده لپاره د خپل هدف په نخښه کول داسې وو لکه د شطرنج په لوبه کې چې مهرې یا ګیټۍ غورځول کیږي.

د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني د بشري حقونو پر تنظیمونو او د جرمونو پر نړیوال عدالت(ایس سي سي) نیوکې کړې دي او لیکلي یې دي:

"د جرمونو له نړيوال عدالته دا تمه نه لرم چې تا [هېري] به ور وغواړي یا به دې د بشري حقونو فعالين وغندي، ځکه پر تاسې هغوی کاڼه او ړانده دي، خو هيله لرم دا جرمونه به د انسانیت په تاريخ کې په یاد وساتل شي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم د شهزاده هېري څرګندونو ته پر ټویټر غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې د هغه له دې خبرې ښکاره کېږي چې "دا ډول جرمونه" یواځې تر هېري پورې محدود نه دي بلکې د ده په وینا افغانستان ته ورغلي هر هېواد "دا ډول جرمونه" تر سره کړي دي. کریمي لیکلي:

"په افسوس سره غربي نړۍ ځان د بشري او انساني حقوقو مدافعین او علمبرداران ګڼي؛ خو د عمل په میدان کې بیا په لوړه کچه دا ډول اخلاق لري".

له اخلاقو څخه د بلال کریمي مقصد طالبانو ته د شهزاده هېري له خوا د شطرنج د ګوټیو ویل دي. د برتانیې مخکینی پوځي افسر کرنل ریچرډ کیمپ وایي د شهزاده هېري دا ډول څرګندونې هغه ته خطر جوړولای شي:

"دویمه ستونځه چې ما د ده په خبرو کې وموندله، ده د برتانوي پوځ- چې دی او نورو پوځیان یې روزلي- ځانګړتیا دا وښووله چې ګواکې هغوی خپل دښمن تر انسان ټیټ ګڼي او د شطرنج د مهرې غوندې یې ختموي، خو داسې نه ده، دا د معاملې خلاف خبره ده".

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د شهزاده هېري خبرې غندلې دي او رویټرز خبري ایجنسۍ ته یې ویلي دي:

"پر افغانستان د غربي هېوادونو قبضه په حقیقت کې د انساني تاریخ یوه بدمرغه شېبه ده او د شهزاده هېري څرګندونې د قبضه ګرو ځواکونو له خوا د افغانانو د تجربه شوې صدمې یو تصویر دی چې بې له پوښتنې یې بې ګناه خلک وژلي دي".

د برتانیې د شاهي کورنۍ د شهزاده چارلس او شهزاده ویلیم ویاندویانو رسنیو ته د شهزاده هېري د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. د برتانیې د دفاع وزارت او د شهزاده هېري استازو هم سمدستي د رویټرز د پوښتنې په جواب کې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې د شهزاده هېري دا کتاب په رسمي ډول د جنورۍ پر لسمه په انګرېزي ژبه خپور شي، خو تر هغه مخکې په سپېن کې په هسپانوي ژبه خپور شوی دی چې د اسوشیټیډ پریس، ګارډین ورځپاڼې او یو شمیر نورو رسنیو په ګډون ځینو رسنیو یې د هسپانوي ژبې کاپۍ تر لاسه کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG