لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره دې مرکزي او صوبايي ادارې همکاري زیاته کړي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په ملک کې د ترهګرۍ د نوې څپې د مخنيوي دپاره دې مرکزي او صوابي ادارې همکاري نوره سېوا کړي. پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍپېښې سېوا شوي دي.

د جمعې په ورځ [6 جنورۍ] اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ ملک کې د امنیتي حالاتو د جاج اخستو غونډه شوې ده.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د کورنيو چارو وزير او سيکرټري داخله غونډې ته په ملک کې د امنيت او د امنيت دپاره د پورته کړی شوو اقداماتو احوال وړاندې کړی دی.

شهباز شريف ويلي، ترهګري به د پاکستاني د ولس حوصلې ماتې نه کړي او دوی د ملک دپاره د یوې قربانۍ ورکولو څخه ډډه نه کوي.

ويل شوي وزيراعظم د ترهګرۍ ضد قامي رابطه کاره ادارې نېکټا ته لارښوونه کړې چې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره د صوبو د ترهګرۍ ضد او قانون نافذوونکو ادارو سره رابطې نورې فعالې کړي.

هغه ويلي د صوبو د اېپکس کمېټيانو غونډې دې په باقاعدګۍ سره کيږي او د ادارو ترمنځه مرستې به د ترهګرۍ نوغی اوباسي.

په خېبرپښتونخوا کې په تیرو څو مياشتو کې د ناامنۍ د پېښو او وسله والو ښکاره کېدو وروسته په صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کېدې چې د ترهګرۍ په پېښو غلی پاتې دی.

صوبايي حکومت ويلي وو د امن دپاره هڅې کوي خو په دغه لړ کې دې مرکزي حکومت خپل کردار ادا کړي.

او بيا د اکتوبر په میاشت کې د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله په مشرۍ د امنيت د سټيرنګ کمېټۍ غونډه شوې او په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول سوات کې د ترهګرو بريدونو جاج پکې اخستل شوی وو.

رانا ثناالله ويلي وو، "په غونډه کې په متفقه توګه پرېکړه شوې چې مرکزي حکومت ته به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت سره مرسته کوي".

څيړونکي وايي پکار ده چې مرکزي او صوبايي حکومتونه په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا حکومت د يو بل ضد د سياسي بيانونو په ځای د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره عملي ګامونه پورته کړي.

تحریک طالبان پاکستان چې تير کال په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او پرون هم د خېبرپښتونخوا په ځينو برخو کې ټي ټي پي په پوليسود بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

ورسره پوځ او پوليس هم وخت په وخت دعوې کوي چې د ترهګرو ضد عمليات کوي. د زيارت په ورځ د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د اپرېشن په مهال یې د يو مهم وسله وال کمانډر په ګډون 11 ترهګر وژلي دي.

د نهې/ سه شنبې په ورځ تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پاکستان په پنجاب صوبه کې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] د دوه افسرانو د وژلو زمه واري منلې ده، ځايي ميډیا وايي د القاعده سره اړونده ډلې هم د دغه پېښې پړه په غاړه په اخستې ده.

تحريک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی چې ايتلافي حکومت کې شامل د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند پر ضد عملياتو کولو باندې غور کوي او ورسره یې دړکه هم ورکړې که چېرې دغه دوه ګوندونه په خپل دريځ ولاړ وي او "د پوځ غلامي کوي د دوى غړي به په نخښه کوي".

تحريک طالبان پاکستان د شورو/چهارشنبې په ورځ يو تازه بيان کې نېغ په نېغه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو زرداري ته دړکه ورکړې او ويلي یې دي چې شهباز شريف او بلاول بټو "د امريکې د خوشالولو لپاره د ټي ټي پي پر ضد د جنګ اعلان کړی دی".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې په څرګند ډول پرېکړه شوې چې د هیڅ يوې ترهګرې ډلې سره به مذاکرات نه کيږي.

خېبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول د ناامنۍ د پېښو او وسله والو ښکاره کېدو وروسته د امن پاڅونو لړۍ پېل شوې چې اوس هم روانه ده، او په امن پاڅونونو کې يوه د امن غوښتنه کيږي چې رياست دې د امن په ځای کولو خپله زمه واري پوره کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG