لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریپبلکن ګوند مکارتي تر 15 ځله رایو وروسته د امریکې د استازو جرګې سپیکر وټاکل شو


واشنګټن ــــ د امریکې د کانګرس غړو په تېرو پینځو ورځو کې د 15 پړاوونو تر رایو او ملاتړ وروسته د ریپبلکن ګوند او د کېلیفورنیا د خلکو په استازیتوب د کانګرس غړی کېوین مکارتي د جنورۍ پر شپږمه د استازو جرګې سپیکر یا مشر وټاکه.

د امریکې په سیاسي تاریخ کې دا سل کاله وروسته د استازو په اېوان کې د سپیکر د انتخاب لپاره د رایو ورکولو بهیر تر یو ځل زیات شو، تر دې وړاندې په 1923م کال کې هم داسې شوي وو، چې ریپبلکنو خپل امیدوار ته رایه نه وه ورکړې او ټاکنې نهم پړاو ته تللې وې.

ډیموکرېټ ولسمشر جو بایډن د استازو اېوان د سپیکر لپاره پر ټاکل کېدو مکارتي ته په یو بیان کې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي:

"کله چې زه وتوانېږم تیار یم چې له ریپبلکنو سره کار وکړم، رایه ورکوونکو هم وښووله چې دوی تمه لري ریپبلکن هم له ما سره کار کولو ته چمتو دي."

کېوین مکارتي د استازو د اېوان تر سپیکر جوړېدو وروسته د خپلې څوکۍ تر سمبالولو وروسته پخپله لومړۍ وینا کې وویل، د سپیکر په توګه لومړۍ ذمه واري یې نه خپل ګوند او نه کانګرس بلکې امریکا او د خپل هېواد خلک دي:

"زموږ نظام له چیک او بیلنس نه جوړ دی. زموږ لپاره همدا وخت دی چې وګورو او د ولسمشر پالیسیو ته یو څه توازن ورکړو. د امریکایي کورنیو لپاره د ژوند کولو او له ژونده تر داسې خوند اخیستلو هیڅ مهم نه دي چې دوی یې حق لري".

د جمعې په ورځ چې د رایو اچولو تر 14مې پړاو وروسته هم سپیکر ونه ټاکل شو، نو د ګل- دوشنبې تر ورځ د غونډې د ځنډولو لپاره یو تحرک وړاندې شو، خو ریپلکن ګوند رد کړ او خپله تګلاره یې بدله کړه.

ریپبلکن ګوند پرېکړه وکړه چې د رایو 15م پړاو ته لاړ شي، چې همداسې وشول او د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه کیون مک کارتي په پای کې د استازو جرګې مشر یو سپیکر وټاکل شو.

د ریپبلکن ګوند د ښي اړخه 20 غړو د سپیکر په توګه د کېوین مکارتي د نومول کېدو مخالفت کاوه او همدا وجه وه چې په استازو جرګه کې له اکثریت سره سره ریپبلکن ونه توانېدل چې په پینځو ورځو کې هغه سپیکر وټاکي.

د رایو تر 14م پړاو وروسته د مکارتي او د فلوریډا د ریپبلکن استازي میټ ګېټز تر منځ د توندو ټکو تبادله وشوه، ځکه چې هغه د رایې ورکولو پر ځای تش په غونډه کې د "حاضر" په لیکلو سره رایه ورکړې وه، خو که یې مکارتي ته ووټ ورکړی وای په همدې پړاو کې به هغه سپیکر ټاکل شوی وای.

د رایو د بهیر پر اوږدېدو او څلورو ورځو تېرېدو باوجود د ریپبلکن ګوند غړو داسې هیڅ اشاره نه وه ورکړې چې ګوندې د جرګې د مشرۍ لپاره به د مکارتي له امیدوارۍ لاس واخلي او سیالي به پرېږدي.

57 کلن مکارتي له کلونو راهیسې د سپیکر د څوکۍ په لټه کې وو، ځکه نو هغه په تېرو څو اوونیو کې له خپلو ریپبلکن مخالفینو سره پرله پسې د دې لپاره لیدلي چې د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

د سېنټ د اکثریت مشر ډیموکرېټ چک شومرپه یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې "د مکارتي دا څوکۍ چې ده یې خوب لیدلی کیدای شي د امریکې د خلکو لپاره یو ډاروونکی خوب ثابت شي".

د تېر کال په نومبر میاشت کې د امریکې د استازو اېوان په ټاکنو کې د 435 غړو په پارلمان کې ریپلکن دا مهال 222 غړي لري او ډیموکرېټان 212 غړي لري، خو د یوې خالي څوکۍ له کبله د سپیکر د ټاکلو لپاره د 218 غړو ملاتړ ته اړتیا وه.

د ریپبلکن ګوند غړي چې سپیکر یې وټاکه وایي دوی غوښتل د سپیکر د دفتر اختیار کم کړي او د قانون جوړولو او منظورۍ په برخه کې اغېز لرونکو د اېوان غړو ته یې وسپاري.

مکارتي د ښي اړخو استازو اکثر غوښتنې ومنلې چې په هغه کې یو واحد غړي ته دا اجازه هم شامله ده چې که سپیکر یې د قانون سازۍ منظوري نه ورکوي یا د خپل دفتر چارې سمې پر مخ نه بیایي، نو د اېوان له مشرۍ د لرې کولو لپاره د ټاکنو غوښتنه کولای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG