لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه شوې


دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي پېښور سره نزدې سنګو سربند سیمه کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو چې دکاونټر ټیررازم سنټر په نوم یادیږي،ویاند دخالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو دپېښور ترڅنګ په سنګو سربند سیمه کې دورانکارۍ په غرض دترهګرو دشتون اطلاع ترلاسه کړې وه .

د ویاندې له مخې کله چې امنیتي ځواکونه ددغو ترهګرو دنیولو په غرض یادې سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې ډزې پیل کړې اؤ دغسې د دواړو خواؤ ترمنځ نښته ونښتته.

د ویاند ددعوې له مخې په دې نښته کې دیوې ناقانونه وسله والې ډلې سره تړاؤ لرونکي څلور ترهګر وژل شوي چې پېژندګلو یې د زرملوک،عثمان،محمدسعید،شاهد حسین عرف اختر اؤ عبدالقیوم عرف عدالرب په نومونو شوې ده.

دسي ټي ډي بیان کې ویل شوي چې د وژل شوؤ ترهګرو د ولکي نه امنیتي ځواکونو ته څلور کلاشنکوفې اؤ درې لاسي بمونو هم په لاس ورغلي دي.

پاکستاني رسنیو د سي ټي ډي دسرچینو له خولې دعوې کړې دي چې وژل شوؤ ترهګرو کې د دریوؤ تعلق د قبایلي ضلعې باړې دخیبر اؤ دیو تعلق دبډه بېرې سیمې سره ؤ.

دترهګرۍ ضد محکمې پولیس زیاتره وخت په عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو څېړونکي اکثره ددغو دعوؤ په حقیقت پوښتنې هم راولاړوي اؤ وایي چې زیاتره دا پولیس هغو وژنو ته هم دپولیس مقابلې یا عملیاتو نوم ورکوي،چې دعدالت تر شا یې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت (په 18 دسمبر) دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو شمیر ترهګرو دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دمرکز دننه پولیس قابو کړي وؤ اؤ دهغوئ نه یې وسلې اخستې وې.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي، پرون د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي"

دا په داسې حال کې ده چې خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي دتېرکال کال 2022م په اوږدو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG