دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې ترهګرو په پولیسو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ یو ژوبل شوی دی.
د بنو ضلعې دپولیسو ویاند وي او ای ډیوه ته ویلي دا حمله تېره ورځ دټاون شپ پولیس ټاڼې په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د ډومیل تاڼې پولیس په یوه چاپه کې بوخت وؤ.
هغه ویلي په دغه مهال ترهګرو دپولیسو په ګاډي ډزې کړي چې پکې دپشم خان په نوم یو پولیس حوالدار وژل شوی اؤ اؤ دشاه ولي خان په نوم بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی.
ویاند ویلي پولیسو هم په ترهګرو ځوابي ډزې کړي خو دپولیسو د ډزو په نتیجه کې هغوئ له سیمې تښتېدلي دي.
په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې ورځو کې د خیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د ترسره شوؤ زیاترو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
دبنو ضلعې دپولیسو مشر ډاکټر محمد اقبال پخپل یو بیان کې ویلي چې ترهګر دپولیسو حوصلې نه شي ماتولی اؤ په هرقیمت به پولیس د ورانکارو ناوړه ارادې شنډوي.
هغه ویلي د پولیس محکمه دخپلو سرتېرو په قربانیو ویاړ کوي اؤ هوډ یې ښودلی چې پولیس به دترهګرو مخې ته لکه دغر ولاړ وي.
پاکستان،په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې وروسته له هغې په پولیسو اؤ پوځيانو د وسله والو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې په 28م نومبر تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان وکړو.
خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې دتېرکال 2022م په اوږدو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین یا عسکر وژل شوي دي.
په دې عسکرو کې 40 يوازې د تېر دسمبر په میاشت کې وژل شوي دي.
په رپورټ کې راغلي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.
په رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې کال 2023م کې پاکستان د لا نور تشدد سره مخامخ کېدای شي.