لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیند کې 530 افغانان له بنده خوشي شوي اؤ افغانستان ته یې د اړولو پرېکړه شوې


دپاکستان دسیند ایالت په زندانونو کې بندي 530 افغانان دخپل بند له سزاګانو پوره کولو وروسته له زندانونو خوشې کړل شوي اؤ دهغوئ بیرته افغانستان ته د اړولو پرېکړه شوې ده.

دپاکستان جیو رسنۍ پخپل یو رپورټ کې ویلي چې د سیند ایالت د زندانونو څخه د530 افغانانو له خوشې کیدو وروسته اوس هم نزدې 800 افغانان ددغه ایالت په بیلابیلو زندانونو کې پراته دي.

رپورټ وایي دسیند دکورنیو چارو محکمې پولیس افسرانو ته امر کړی چې کومو افغانانو خپله سزا پوره کړې ده هغوئ باید دچمن - سپین بولدک بارډر دلارې بېرته افغانستان ته ولیږل شي اؤ په دې اړه دې کراچۍ کې دافغانستان کونسلګري ته هم احوال ورکړل شي.

په خوشې شوؤ افغانانو کې 169 سړي دحیدراباد،148 دکراچۍ له زندانونو خوشې کړل شوي اؤ همدا شان دحیدر اباد اؤ کراچۍ دماشومانو د زندانونو نه 41 ماشومان،د کراچۍ دښځینه زندان نه 56 اؤ د حیدر اباد دښځینه زندان نه 32 افغان میرمنې خوشې کړل شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې دغو میرمنو سره دهغوئ 84 ماشومان هم بنده خوشې کړل شوي دي.

دې ټولو خوشې کړل شوؤ افغانانو ته پاکستان کې دغیرقانوني استوګنې په جرم بیلابیلو عدالتونو د دوؤ،دوؤ میاشتو دبند سزاګانې اورولې وې.

تېره میاشت په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار په کراچۍ کې وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ويلي وو، دا وخت چې په سيند صوبه کې ټول 1568 افغانان په زندانونو کې بندي دي، په دوی کې 321 د حېدر اباد په زندانونو کې او نور د کراچۍ په زندانونو کې دي.

هغه ويلي وو د جون د میاشتې راهسې په سيند صوبه کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ پېل شوې ده.

دسیند صوبې داطلاعاتو وزیر شرجیل میمن په 30م دسمبر مطبوعاتو ته ویلي وؤ په غېر قانونه توګه راغلي مهاجرين زمونږ د سيند حکومت سره 129 ښځې دي او دا ټولې افغان مېرمنې دي چې غېر قانونه مهاجرين دي او دوی د ايين او قانون لاندې نيول شوي څوک چې هم په کوم ملک کې په غېر قانونه توګه پاتې کيږي نو هر حکومت يې پرضد کارروايي کوي"

هغه ویلي وؤ "د دغو ښځو سره 178 ماشومان دي، خو ماشومان نيول شوي يا بندي کړی شوي نه دي بلکې دوی د ميندو سره پاتې کيږي"

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG