لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دخزانې وزیر وایي دسعوي په ګډون به زر دوست هیوادونه پاکستان ته پنګې ورکړي


داقتصادي سقوط خطرې سره دمخ پاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي،د سعودي عرب په ګډون به د دوستو هیوادونو نه ډیر زر پاکستان ته پنګې ترلاسه شي اؤ د زرمبادلې یا اسعارو ذخیره به یو وارې بیا ډاډمنه شي.

دخزانې وزیر وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پلاوی به زر دپاکستان په سفر ورشي اؤ ددې ترڅنګ به دی پخپله هم په جینوا کې دایي‌ ایم ایف دچارواکو سره لیدنې کوي.

ښاغلي اسحاق ډار دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو رپورټونه ورکړل چې دپاکستان سره داسعارو ذخیره یوازې څه دپاسه څلور اربه ډالر پاتې شوې ده اؤ پاکستان ته په راتلونکو دوؤ میاشتو کې داتوؤ اربو ډالرو بهرني پورونه ستنول دي.

داتوار په ورځ دپاکستان ایکسپریس رسنۍ د خزانې د وزیر اسحاق ډار له خولې ویلي چې پاکستان سره د زرمبادلې یا اسعارو ذخیره څلور نه بلکې لس اربه ډالره پاتې ده ځکه چې دکاروباري بینکونو سره پراته شپږ اربه ډالر هم دپاکستان دي.

دخزانې وزیر ویلي چې پاکستان دستنولو پورونه په وخت ستنوي اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې زر به دپاکستان داسعارو ذخیره بیا پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده اوړمه ورځ د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هم ویلي وو امکان لري چې راتلونکو دریوؤ ورځو کې د ایي ایم ایف پلاوی پاکستان ته سفر وکړی او د پور د نهم قسط دپاره مذاکرات وکړي.

د اقتصاد ماهر ډاکټر غلام صمد وي او ای ډيوه ته ویلي پاکستان دپاره د ایي ایم ایف پروګرام ډیر مهم دی او د نورو ادارو پورونه هم ددې پروګرام سره تړلي دي.

دهغه په وینا" دپاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 5.7 اربه ډالره ده او پاکستان ته 8 اربه ډالره ستنول دي خو بیا هم امکان لري چې د چین او سعودی عرب له خوا پاکستان ته د 4 نه 5 اربو ډالرو پورې پور ترلاسه شي خو بیا هم 3 اربه ډالره ترلاسه کول یو چیلنج دی"

تر دې وړاندې دپاکستان دخزانې وزارت څرګنده کړې ده چې پاکستان روان کال کې په مجموعي ډول 33 اربو ډالرو ته ضرورت لري چې په دې کې د 23 اربو ډالرو بهرنیو پورونو ستنول هم شامل دي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان ته په دوو میاشتو کی د 8 اربو ډالرو پورونه په داسې حال کې ستنول دي چې پاکستان نورو پورونو ته اړتیا لري.

هغه وایي په دی لږ وخت کې پاکستان هیڅ نه شي کولی ، یوازې دا چې د پیسو انتظام وکړي او پورونه ستانه کړي.

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د پور لوظ نامه کې مجموعي پروګرام 7 اربو ډالرو ته غځولی و او په نهم قسط کې دایي ایم ایف لخوا پاکستان ته 1.2 اربه ډالره ورکول دي خو د مالیاتي ادارې له خوا پاکستان ته د مالیې د زیاتوالي اود مالیاتي خسارې د کمولو وینا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG