لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:کال 2022م کې ټي ټي پي او داعش خراسان دپاکستان دننه د تشدد لويې کردارونه پاتې شوي دي


اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لويې کردارونه پاتې شوي دي او ټي ټي پي يې په کابل د واکمنو طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د خرابو اړيکو ستر لامل ګرځولی دی.

د پاکستان انسټي ټيوټ فار پيس سټډيز په رپورټ کې سپارښتنه شوې چې پارلیمان د اجتماعي فېصله سازۍ مرکز دی او باېد چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د مشرۍ کردار ولوبوي.

رپورټ کې راغلي پکار ده چې پارليمان د ترهګرۍ او مذهبي سخت دريځۍ پرخلاف ډاګيزه دريځ خپل کړي او د ترهګرۍ موضوعات يوازې سيکورټي اېجنسيو ته پرې نه ښودل شي.

د څېړنيزې ادارې په رپورټ کې په ګوته کړی شوې ده چې د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د خرابۍ لويې علت جوړېږي او سپارښتنه یې کړې ده چې پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بيا له سره ترتيب کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزه چارو او په سيمه کې دترهګرۍ په فعاليتونو نظر لرونکی خبریال محمود جان بابر ډيوه ته وايي دا حقيقت دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په جوړښت کې ټي ټي پي غټ خنډ دی.

ښاغلی محمود جان وايي ټي ټي پي د افغان طالبانو سره د امریکا ضد شل کلنه جګړه کې اوږده په اوږه جنګېدلې ده او افغان طالبان به چېرې هم د پاکستان په وېنا د ټي ټي پي خلاف کوټلي عملیات ونه کړي.

هغه وایي د پاکستان پولې ته نزدې افغان صوبو کې د افغان طالبانو حکومت د ټي ټي پي د وسله والو خلاف ځنې ګامونه اخستي او وسله وال یې له دغو سيمې ویستلي هم دي خو د هغوي خلاف به چېرې هم درانه عمليات ونه کړي.

کال 2022م کې د پاکستان دننه د امنیت د عنوان لاندې د پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په رپورټ کې ولي شوي چې تېر کال د هېواد دننه د تشدد په زياترو پېښو کې ټي ټي پي ککړ پاتې شوې ده او د کا 2021م په پرتله کال 2022م کې په ترهګریزو بریدونو کې 27 فيصدي اضافه راغلې ده.

رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې په تېر يو کال کې د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل دي. دې حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې کال 2021م کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته او بيا د ټي ټي پي د مستقل خبرو پاکستاني خواهش دغه ډلې ته دمنظم کېدو او دترهګریزو فعالیتونو زیاتو ډاډ ورکړی دی.

د رپورټ له مخې دا خبره په ډاډ سره نه شي کېدای چې افغان طالبان به د بهر ملکي ترهګرو ډلو القاعده، ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ او نورو مذهبي ترهګرو ډلو خلاف د خپلو لوظونو سره سم عمليات وکړي خو وايي افغان طالبانو يوازې د داعش خلاف عملیات کړي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په رپورټ کې ويل شوي چې ټي ټي پي ،د طالبانو ځایي ډلې حافظ ګل بهادر، داعش او نورو مذهبي ترهګرو ډلو کال 2022 کې په مجموعي توګه 179 حملې کړي دي او کال 2021م کې دې ډلو 128 بريدونه کړي چې په کې 250 کسان وژل شوي وو.

په اسلام اباد کې د خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تحقیق کار محمد نفيس ډيوه ته وايي کله نه چې افغان طالبان په کابل کې واکمن شوي نو دې سره سم په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان دننه د تشدد او ترهګرۍ په پېښو کې اضافه شوې ده.

هغه وايي باوجود ددې چې پاکستان د افغان طالبانو په مينځګړتوب د ټي ټي پي سره خبرې وکړې او جرګې پکې کابل ته تللې وې خو دغه خبرو نتيجه ورنکړه او تشدد زيات شو. دغو خبرو ټي ټي پي ته د بيا منظم کېدو فرصت په لاس ورکړو.

په دې کلني راپور کې ويل شوي دي چې کال 2022م کې د پولې پورې د افغانستان لخوا په پاکستاني سيمو هم د افغان طالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو له لوري 15 حملې شوې دي چې پکې 13 بريدونه افغان پولې ته نزدې خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي. دې حملو کې د شلو پاکستاني امنيتي اهلکار په ګډون 34 کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG