لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمني پولیسو یو ایرانی وګړی د "اسلام پسندانه" افکارو د اغېز لاندې ترهګريزه حمله وکړي


واشنګټن - د جرمني پولیسو یو ۳۲ کلن ایرانی شهري په دې شک ګرفتاره کړی چې غوښتل یې د "اسلام پسندانه" افکارو د اغېز لاندې یوې حملې دپاره د سیانایډ او رېسین مهلک زهرونه ترلاسه کړي. دا خبر د جرمني په لویديځ کې ځایي چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ ورکړ.

د ډوسلډورف ښار د سرکاري وکیل او د رېکلېنګهوسېن او موېنسټر ښاروانو پولیس چارواکو په یو مشترک بیان کې ویلي چې په کسټروپ-راکزل ښار کې د شکمن کور هم د تحقیقاتو په لړ کې، پلټل شوی دی.

پولیس وایي په دې ایراني وګړي باندې شک دی چې په مبینه توګه د سیانایډ او رېسېن زهرونو په ترلاسه کولو سره یې خیال درلود چې "د تشدد یو سنجیده عمل" ترسره کړي او په دې سره د جرمني ریاست خطرې کې واچوي. داسې یو جرم ته په جرمني کې د شپږو میاشتو نه واخله بیا تر لسو کلونو پورې سزا ورکول کېدی شي.

د جرمني داخله وزیرې نېنسي فیزر د دې پېښې په اړه د خبرونو د خپرېدو وروسته وویل: "جرمني لا هم د اسلام پسنده ترهګرو تنظیمونو یوه سیده نښه ده. خپل سري تنها مجرمین چې اسلام پسنده افکار لري، یو بل اهم خطر دی."

مېرمن فیزر دا هم وویل چې د جرمني امنیتي چارواکي په هر وخت کې د یوې حملې د آمادګیو توقع لري او د کال ۲۰۰۰ راهیسي، د جرمني ځواکونو په هغه ملک کې د اسلام پسنده ډلو یا افرادو د یوویشت (۲۱) حملو مخنیوی کړی دی.

د ډوسلډورف د سرکاري وکیل دفتر روئټرز ټي وي ته ویلي چې په کسټروپ-راکزل ښار کې د پلټنو په نتیجه کې پولیسو د ذخیري الکټرانیک آلات ترلاسه کړي مګر سیانایډ او یا هم رېسین زهرونه یې نه دي موندلي.

ځایي چارواکو ویلي دوی ته یوه سنجیده اطلاع ورکړل شوه او دې سره پولیسو په هماغه شپه اقدامات پیل کړل او اوس هم په تېزۍ سره تحقیقات روان دي. د جرمني چارواکو وینا ده چې دا پټه اطلاع دوی ته "یو دوست ریاست" ورکړې ده، مګر نور جزئیات یې ندي څرګند کړي. مګر د بېلډ په نوم یو اخبار ویلي چې دا اطلاع د امریکا د تحقیقات فېډرل ادارې (اېف بي آی) جرمني ته ورکړې ده.

پولیس وایي یو دویم کس هم د پلټنو په لړ کې حراست کې نیول شوی دی، مګر د هغه د باقاعده ګرفتارۍ دپاره د امر جاري کولو یا نه جاري کولو فیصله به د تحقیقاتو په لړ کې وروسته ترسره شي. ویل شوي چې دا دویم کس، د شکمن ایراني وګړي ورور دی.

رېسین چې په قدرتي توګه په ارهنډه بوټي کې پیدا کیږي، که د ستنې د سر په اندازه وړوکي مقدار کې هم چا ته ورکړل شي، د شپږ دېرشو نه واخله تر دوه اویا ګهنټو پورې د هغه کس د مرګ سبب ګرځېدلی شي. دا زهر تر اوسه څه دوا نلري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG