لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بولسونارو پلویانو د برازیل په کانګرس، صدارتي ایوان او سپریم کورټ یرغل وروړی دی


واشنګټن - د برازیل د پخواني صدر یایئر بولسونارو پلویان چې په انتخاباتو کې یې د بولسونارو ماته نده منلې، د اتوار/یکشنبې په ورځ د برازیل په کانګرس، سپریم کورټ او صدارتي اېوان باندې ورمات شول. تر دې یوه هفته وړاندې د برازیل کین اړخی صدر لویز اېناسیو لولا د خپلې عهدې سوګند پورته کړ.

په سرښار برازیلیا کې د اتوار په ورځ زرګونه احتجاج کوونکي د امنیتي خنډانو نه واوړېدل، او د کانګرس، صدارتي ایوان او سپریم کورټ په چتونو جګ شول او کړکۍ یې ورماتې کړې. ځینو یې د پوځ نه وغوښتل چې مداخلت دې وکړي او بېرته دې بولسونارو په واک اختیار راولي، او یا دې لولا دې سېلوا د صدارتي عهدې نه لېرې کړي.

د ګلوبو نیوز په نوم ټي وي کې احتجاج کوونکي وښودل شول چې په صدارتي ایوان کې ګرځي راګرځي او زیاترو یې د قامي جنډې په څېر زیړ او شنه رنګه جامې اغوستې وې.

د برازیل پخوانی صدر بولسونارو چې د نوي صدر لولا دې سېلوا د سوګند دستورې نه وړاندې امریکا ته تللی دی، تر اوسه یې د اتوار/یکشنبې ورځې د واقعاتو په اړه څه تبصره نده کړې. د هغه درې زامن چې د کانګرس ممبران دي، د هغو په سوشل مېډیا کې هم خاموشي لیدل کیږي.

د مازدیګر د پنځه نیمو بجو شاوخوا داسې ښکاره شو چې د برازیل امنیتي ځواکونو د صدارتي ایوان او سپریم کورټ شاوخوا کنټرول بېرته بحاله کړ، مګر د کانګرس په چت او د ودانۍ شاوخوا یې لا هم زرګونه احتجاج کوونکي پرځای پاته و.

د برازیل دې واقعاتو خلکو ته د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې د شپږمې نېټې هغه واقعات ورپه زړه کړل چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو په کانګرس یرغل وکړ. سیاسي څېړونکو دا څو میاشتې خبرداری ورکولو چې دغسې یو یرغل به په برازیل کې هم ممکن ولیدل شي، ځکه بولسونارو د انتخابي نظام په الکټرانیک ووټینګ سیسټم باندې شکونه ښودلي و، مګر هېڅ کوم شواهد یې وړاندې نکړل.

د برازیل د انتخاباتو نتایج هم دننه په هغه ملک کې د مختلفو سیاستمدارانو له خوا قبول وګرځېدل او هم په لسګونو بهرنیو حکومتونو هغه تسلیم کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG