د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي مارکس پوتزل پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ [8 جنورۍ] دواکمنو طالبانو "د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وزیر محمد خالد حنفي سره ليدلي، او د افغان ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار د بندیزونو د زر تر زره پای ته رسولو غوښتنه" یې ترې کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي یوناما ويلي، د "طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې وروستي تبعیضي بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې دمرستې رسولو مخه نیسي او د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي".
يوناما ويلي، پوتزل له دغې وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ د "واکمنو چارواکو د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد نديم سره په ليدنه کې زر تر زره د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه" يې ترې کړې وه.
يوناما ويلي وو، "افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته ور دننه کيږي. د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې دهغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي".
واکمنو طالبانو تازه بيانونو ته کوم غبرګون نه دی ويلی خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د شنبې- خالي په ورځ د ځینو اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو سره لیدلي او وایي هغوی ته د یې د ښځو د اعلی تعلیم په اړه یو تګلاره وړاندې کړه او د ده په وینا هغوی ورسره خوښه کړه. دا نوې تګلاره څه ده وزیر پر ټویټر لیکلي:
"پر داسې طرحه کار کوو چې ښځو ته د اسلامي شریعت مطابق د طب، نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې د زدکړو زمینه برابره شي او نارينه استادان وکولای شي په صنف کې د پردې تر شا نجونو ته تدریس وکړي".
د تېر کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو یا انجوګانو ته امر وکړ چې په سمدستي توګه د افغانو ښځو کارونه له دې کبله وځنډوي چې د دوی په وینا هغوی اسلامي حجاب او په کار کې له سړیو د بېلوالي امر نه عملي کوي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو دغه ګام په سمدستي توګه غندلی او ویلي يې دي دا کار به د ټولو افغانانو د ژوند لپاره "سمدستي خطرلرونکې نتیجې" ولري.
پوتزل په داسې حال کې د طالبانو د مشرانو سره ليدلي چې په 13 جنوري د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په افغانستان کې د بشري مرستو په کار کوونکو د بنديز په اړه د بحث دپاره غونډه راجوړوي.
د ناروی د کډوالو شورا سيکرټري جنرل د اتوار په ورځ کابل ته رسېدلی او ويلي يې دي د طالبانو د مشرانو سره به د غېر دولتي ادارو په کار کوونکو ښځو د بنديز لرې کولو غوښتنه به کوي.
جان ايګلېند د کومې غټې خېراتي ادارې مشر دی چې په افغانستان کې په غېر دولتي مرستندويه ادارو کې په ښځو کار کوونکو د بنديز وروسته یې د کابل سفر کړی دی.
هغه ويلي، دفترې يې تشې پرتې دي او په ټول افغانستان کې يې عملیات په ټپه ودرېدلي دي.
نوموړي زياته کړې، دوی په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د ښځو کار کوونکو بغېر نه شي رسېدی. هغه ويلي، په افغانستان کې په سفر او د کار په ځایونو کې ټولو کلتوري اقدارو ته درناوی لري او د ادارې 469 ښځينه کار کوونکې د اووه لکه افغانانو په ځانګړي ډول د کلتوري حساسيت له امله د ښځو د مرستو دپاره ډېرې اړينې دي.
طالبان چې د کال 2021 په اګست کې په افغانستان کې واکمن شوي د جينکو په تعلیم او ښځو يې يو شمېر بندېزونه لګولي دي.
ملګري ملتونه وايي يو هيواد هم نه شي کولی چې نيم انسانان د ټولنې څخه بهر کړي، ښځې او جينکۍ د افغانستان د راتلونکې دپاره مهمې دي.
واکمن طالبانو چې د ښځو او جينکو په اړوند پاليسو په سر د نړيوالو نيوکو سره مخ دي، په خپله تګلاره او حکومتولۍ نيوکې ردوي او وايي دوی د افغاني کلتور او اسلامي قانون شريعت سره سم ځي.