لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوټې نه پېښور ته روان بس کندې ته غورځیدلی، شپږ مسافر پکې مړه او 28 ټپيان شوي


د کوټې نه پېښور ته روان د مسافرو بس د بلوچستان په قلعه سيف الله ضلع کې د یوې بدې پېښې ښکار شوی چې پکې شپږ مسافر مړه او 28 نور ټپيان شوي دي.

د قلعه سيف الله ضلعې د مرستیال کمیشنر عبدالناصر په وینا د پېښې شپږ تنو مړو جسدونه او د زنانو او ماشومانو په ګډون 28 ټپيان يې د قلعه سيف الله سيول روغتون ته رسولي او وايي د اتهه تنو ټپيانو حالت له خطر سره مخ دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، بس له کوټې څخه خېبر پښتونخوا ته روان وو، چې زياتره مسافر يې شعيه زيارت کونکي دي.

"د قلعه سيف الله تور وسکي سيمه کې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله مسافر بس له ټرک څخه د تېردو پر وخت وو، ويل کېږي چې بس له ډرايور څخه بې قابو شوی او شاوخوا څلويښت ميټره مخکې کندې ته لوېدلی دی، چې له امله يې مرګ ژوبله پېښه شوې، د قلعه سيف الله په سيول روغتون کې مو بېړني حالت لګولي او ټول ډاکټران ، او د هسپتال امله دا وخت حاضره ده".

د روغتون د چارواکو په وينا، په پېښه کې زياتره ټپيانو ته د وينې ضرورت پېښ شوی خو د پېښې له خبرېدو سره سم د سيمې سياسي او مدني فعالان په ګڼ شمېر روغتون ته ورغلي او و ټپيانو ته يې پر وخت وينه ورکړې.

په بلوچستان کې د ټرېفکي پېښو پر وخت مرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریپانس سینټر یا ایم اي آر سي 1122 رپورټ دی چې په کال 2022 کې په بلوجستان صوبه کې 18140 بېلا بېلې ټريفکي پېښې شوې چې پکې د ماشومانو او زنانو په ګډون 441 تنه مړه شوي او 23805 تنه ټپيان شوي وو.

رپورټ زياتوي چې یواځي د بلوچستان او د خېبر پر پښتونخوا د کوټې ژوب پر لويه لاره يا اين اې این 50 باندې 1612 ټرافيکي پېښې شوې چې 95 تنه پکې مړه شوي او 1522 تنه ټپیان شوي وو.

د ټريفک پوهانو په وينا پر ټریفکي اصولو او قوانينو د عمل نه کولو او د سړک د نريوالي يا وړوک والي له کبله داسې مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي.

د پېښې پر اړه پر ټولنيزو رسنيو د خفګان تر څنګ پر حکومتي زمه وارانو سختې نيوکې شوي دي.

فعالانو غوښتي چې د داسې پېښو د مخ نيوي لپاره دې پر لويو لارو د ټرېفک قوانين د پلي کولو لپاره د موټر وی پوليس ګشت زر تر زره په مکمله توګه فعاله کړل شي او قانون دې په عمل کې راوستل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG