لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا نه تښتېدلې یوه ښځه چې داعش سره يوځای شوې وه، وایي چې امید لري د شام نه بېرته امریکا ته ستنه شي


هدا مثنی په امریکا کې زېږېدلې او یو وخت یې امریکایي شهریت درلود، خو وروسته یې شهریت لغوه شو

واشنګټن - یوه ښځه چې د شل کلنۍ په عمر د امریکا په الاباما ریاست کې د خپله کوره تښتېدلې وه او بیا د داعش ډلې سره یوځای شوی وه او د داعش یو تندلاري نه یې زوی هم پیدا شوی و، اوس لا هم دا امید څرګندوي چې وکړی شي امریکا ته بېرته ستنه شي. هغه وایي، که ضرورت وي نو د قید سزا به هم ومني او د تندلارو خلاف به فعالیت وکړي.

هدا مثنی چې اوس مهال د امریکا د اتحاديانو کردي ملیشو د اختیار لاندې د شام په روج حراستي کېمپ کې ساتل کیږي، په یوه مرکه کې ویلي چې هغه د آنلاین سمګلرانو له خوا تېرایستل شوې/برېن واش شوې وه چې په ۲۰۱۴ کې داعش سره یوځای شوه. هدا اوس وایي چې په هرڅه پښیمانه ده، بغیر د خپل زوی نه چې لا د سکول تللو عمر ته ندی رسېدلی.

اته ویشت کلنې هدا مثنی د امریکا د نیوز موومنټ په نوم یوې رسنۍ ته په مرکه کې ویلي: "که ضرورت وي چې ما ته قید سزا راکړی شي او زه قید تېر کړم، زه به یې ومنم... زه به د دې سزا مخالفت ونکړم. امید لرم چې زما حکومت په دې سترګه راته وګوري چې زه هغه وخت تنکۍ او ساده فکره نجلۍ وم."

هغه د ۲۰۱۹ کال په سر کې په شام کې د داعش تندلارې ډلې د یو مرکز نه وتښتېدله، او پس د هغه یې د مختلفو رسنیو سره په خبرو کې، دا وروستۍ جمله تکرار کړې ده.

مګر څلور کاله وړاندې، کله چې داعش ډله ډېره پیاوړې شوې وه، نو امریکایۍ هدا مثنی په سوشل مېډیا او د بزفیډ نیوز سره په یوه مرکه کې، په ډېرې لېوالتیا سره د هغې ډلې په طرفدارۍ غږ اوچت کړی و. داعش ډلې هغه مهال د شام او عراق په پراخو سیمو باندې واک اختیار درلود او د دولت اسلامیه په نوم اسلامي خلافت یې ځان ته اعلان کړی و.

هغې په ۲۰۱۵ کال کې د خپل ټویټر اکاونټ نه په خورېدونکو پیغامونو کې په امریکاییانو غږ کړی و چې د داعش ډلې سره دې یوځای شي او په امریکا کې دې حملې وکړي. هغې به د حملو مختلفې طریقې هم ښودلې لکه د یو تلونکي ګاډي نه په خلکو باندې ډزې کول، یا ګاډی د خلکو په ګڼه ګوڼه جنګول او هغه خلک په نښه کول چې په قامي ورځو ځای ځای راغونډیږي.

هدا مثنی د ټي اېن اېم سره په خپلې مرکې کې اوس وایي چې د هغې ټلیفون ورنه اخېستل شوی و او هغه ټویټونه ګني د داعش پلویانو پوسټ کړي و.

د شام په شمال کې د روج حراستي کېمپ چې ساتنه یې د کردي ډلو په لاس کې ده او دننه کېمپ کې د داعش تندلارو کونډې او یتیمان مېشت دي
د شام په شمال کې د روج حراستي کېمپ چې ساتنه یې د کردي ډلو په لاس کې ده او دننه کېمپ کې د داعش تندلارو کونډې او یتیمان مېشت دي

مثنی د امریکا په نیوجرزي ایالت کې وزېږېده، او مور و پلار یې د یمن نه امریکا ته راغلي و او هغې یو وخت امریکایي پاسپورټ درلود. هغه د الاباما ریاست په هووفر ښار کې په یوه مسلمانه قدامت پسنده کورنۍ کې لویه شوه. په ۲۰۱۴ کې، هغې خپل فامیل ته وویل چې د سکول په یو پروګرام کې دورې ته ځي، مګر په حقیقت کې په یو پرواز کې ترکیې ته ولاړه او د هغه ځایه د سرحد نه په اوړېدو، شام ته ورسېده.

د امریکا د الاباما ریاست د هغې امریکایي شهریت په ۲۰۱۶ کال کې لغوه کړ، او ویې ویل چې کله هدا وزېږېده، نو پلار یې هغه وخت یمن یو بحاله سفارتکار ګڼل کېده. د هدا مثنی وکیلانو دا فیصله چلېنج کړه او دلیل یې ویل چې د هدا مثنی د پلار د سفارتکارۍ حیثیت، د هغې د پیدایش نه وړاندې ختم شوی و.

د پخواني صدر، ډانلډ ټرمپ انتظامیې هغه د امریکا شهري ونه ګڼله او په همدې دلیل یې امریکا ته د هغې د بېرته راتګ مخه ونیوله، که څه هم د یورپي اتحادیانو یې وغوښتل چې په شام کې د حراستي کېمپونو د فشار کمولو په خاطر دې هر ملک خپل متعلقه شهري چې هلته ساتل کیږي، بېرته خپل هېواد ته منتقل کړي.

د مثنی د شهریت په مسئله کې، د امریکا عدالتونو د انتظامیې ملاتړ کړی او د تېر کال په جنوري میاشت کې د امریکا سپریم کورټ دې ملک ته د هغې د بېرته ستنېدو په مقدمې باندې غور کول هم رد کړل.

په دې سره هدا مثنی او زوی یې د شام د شمال سیمې په یو حراستي کېمپ کې سرګردانه پاته شول کوم چې د داعش تندلارو زرګونه کونډې او یتیمان هم په کې ساتل کیږي.

شام کې د الهول په نوم یو بل حراستي کېمپ چې د داعشي تندلارو زرګونه کورنۍ پکې قید ساتل کیږي
شام کې د الهول په نوم یو بل حراستي کېمپ چې د داعشي تندلارو زرګونه کورنۍ پکې قید ساتل کیږي

تېره میاشت د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو)، یو رپوټ خپور کړ چې ترمخه یې د شام په شمال ختیځ کې یو شمېر حراستي کېمپونه او جېلونه شته چې په کې شاوخوا پنځه شپیته زره و شپږ سوه د داعش ډلې ممبران او کورنۍ یې ساتل کیږي، او په دوی کې عراقیان، د شام خلک، او بهرني شهریان شامل دي. د دې کېمپونو او جېلونو تحفظ د کردي ډلو په غاړه دی چې دې ډلو سره د امریکا ملاتړ شته.

امریکا تر اوسه د دې کېمپونو نه یو کم څلوېښت (۳۹) امریکایي شهریان خپل ملک ته منتقل کړي، خو دا نده معلومه چې څومره نور امریکاییان لا په حراستي کېمپونو کې پاته دي.

نن سبا هدا مثنی ځان داسې ښکاره کوي چې ګني د داعش ډلې ښکار ګرځېدلې وه. هغه دعوه کوي چې د داعش ډلې نه د تېښتې یوازې لار دا وه چې د یو داعشي سره واده وکړي. هغې درې ځله هلته وادونه وکړل. دوه اول خاوندان یې، په شمول د هغه چې ورنه یې زوی وشو، په جنګ کې ووژل شول. درېیم خاوند یې، په مبینه توګه، طلاق کړی دی.

داعش چې یو وخت په شام او عراق کې یې ډېره سیمه په ولقه کې وه، اوس هلته کومه سیمه په اختیار کې نلري ، مګر خال خال حملو ته دوام ورکوي او په حراستي کېمپونو کې دننه یې هم ملاتړي موجود دي. مثنی وایي، د انتقام د ډاره، اوس هم پخپلو خبرو کې احتیاط کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

فارن پالیسي مجله: سیاست د پاکستان اقتصاد برمته کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG