لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت په مالي چارو کې د اربونو روپو بې نظمۍشوي، رپورټ


د پاکستان آډيټر جنرل د خېبرپښتونخوا حکومت په مالي چارو کې د اربونو روپو بې نظمۍ په ګوته کړي، دغه مالي بې نظمۍ د زراعت، توانايۍ، صحت او ټرانسپورټ په څانګو کې موندل شوي او اډيټرز د تړلو ادارو په اړه د بې پلوه پلټنو سپارښتنه کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه، د خېبرپښتونخوا حکومت د مالي کال 22-2021 لپاره د پاکستان اډيټر جنرل رپورټ وايي، چې په بجټ کې مختص شوي خرڅونو نه علاوه 17 ارب 86 کروړه روپۍ زیاتې خرڅې شوي، 21 ارب 50 کروړه بې نظمۍ شوي دي.

د رپوټ تر مخه د بجلۍ او تواناۍ په څانګه کې د 7 اربه 70 کروړه روپیو بې نظمۍ مندل شوي، د پلټنې راپور د 84 میګاواټه ګورکان میټلټن هایدرو پاور پروژې لپاره 2 اربه 80 کروړه روپیو فنډ ورکول 'مشکوک' بللي.

د کرنې د محکمې په اکاونټونو کې د 18.45 اربه روپو بې ضابطګۍ ښکاره شوې او د دې بې ضابطګيانو لويه برخه د ګومل زام بند په منصوبه کې وه.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا د څانګې حسابونو په ټولیز ډول د 3 اربه روپیو لګښتونو کې بې نظمۍ په ګوته کړې چې پکې د کوویډ - 19 ټیسټ لپاره د لېب خدماتو دپاره د 449 کروړه روپیو قرارداد ورکول شامل دي.

وې او اې ډیوه په دې اړه د خیبر پښتونخوا د خزانې د وزیر تیمور سلیم جګړا او بیا د صوبايې حکومت د ویاند بیرسټر محمد سیف سره د خبرو هځې وکړې البته ځه دریځ ترلاسه کولو کې بریالي نه شو.

بل پلو ته پښښور کې د اقتصاد په ځانګه کې کارکونکی خبریال عرفان خان وي او اې ډیوه ته وايي، خیبر پښتونخوا کې د تیرو څو کلو راهسې مالې او انتظامې بحران دی چې له امله يې د دغه پیسو زیان کیږي، د دې یو مثال تیرو میاشتو کې سرکارې ملازمینو ته تنخواګانې نه ملاوېدی. او صوبايي حکومت دریځ لري چې فنډونه ورسره نشته.

څیړونکې په راتلونکي وختونو کې هم د بې نظمۍ له امله د مالي بحران ویرې څرګندوې.

په پلټنيز رپوټ کې د خېبرپښتونخوا ټرانسپورټ ډیپارټمنټ کې د 3.44 کروړه روپو بې ضابطګيانو موندلې چې پکې د بس ریپډ ټرانسپورټ منصوبې لپاره د 2.90 اربه روپو ادا کول هم شامل دي.

د پلټنې رپورټ کې د خېبرپښتونخوا د ماحولياتو، ځنګلونو او وائلډ لائف ادارې په مالي حسابونو کې د 41 کروړه روپو بې ضابطګيانو موندلې شوې چې پکې څلور کروړه روپۍ د ځنګلونو په غېرقانوني توګه ختمولو او تجاوزاتو پورې اړه لري.

د صوبې د تعليم په محکمه کې هم د 9.2 ميليونه روپو مالي بې نظمۍ مخې ته راغلې چې پکې د فرنيچر، سټېشنري او سکول بيګونو په پېرلو کروړونه روپۍ لګول شوي دي.

د څیړونکو تر مخه دغه رپوټ په اړه پلټنې د صوبايي حکومت ذمه واری ده او دا به د صوبايي اسمبلۍ پبلک اکاونټس کمیټې ته هم وړاندې کیږي د هلته نه د دوې تر مخه په خیبر پښتونخوا کې د بېلابیلو محکمو کې د پرنسپل اکاونټس افیسر، څوک چې دغه فنډونه جاري کوي د هغه د پلټنې یا بیا کتنې څه نظام نشته چې له امله د دغه بې قاعدګیو مخنیوی هم ګران دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG