لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او واورې کېدو امکان څرګند کړی شوی


خېبرپښتونخوا صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] سبا د شورو/ چهارشنبې د ورځې [11م جنورۍ] څخه د بارانونو او په برنو ضلعو کې د واورې کېدو د نوي لړۍ امکان څرګند کړی دی.

پي ډي اېم اې د بارانونو او واورې په مهال اړونده ادارو ته د وړاندې د اقداماتو کولو لارښوونه کړې ده.

ادارې د موسمياتو د محکمې له قوله ويلي نن د نهې/ سه شنبې په شپه د صوبې په برنو/اوچتو علاقو کې د بارانونو او واورې کېدو امکان څرګند کړی چې د جمعې د ورځې پورې به روان وي.

ويل شوي د چترال، بر او کوز دير، ملاکنډ، سوات، بونير، شانګله، کوهستان، بټګرام، تورغر، مانسهرې او اېبټ اباد په غرونو د 13 جنورۍ پورې د واورې کېدو امکان دی او سبا په 11 جنورۍ د زیاتې واورې امکان څرګند کړی شوی دی.

د دې ترڅنګ په 11م او 12م جنورۍ په هريپور، مردان، صوابۍ، نوښار، پېښور، چارسده، باجوړ، مومند، کورم، خېبر، اورکزۍ، هنګو، کرک، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان، شمالي او جنوبي وزيرستان کې د باران سره په غرونو د واورې امکان ښودل شوی دی.

ويل شوي ښايي د واورې ورېدو سره په دير، سوات، شانګله، چترال، کوهستان، بټګرام، تورغر، مانسهره او اېبټ اباد ضلعو کې سړکونه بند شي. او په برنو ضلعو کې د غرونو ښوېدو امکان څرګند کړی شوی دی.

پي ډي اېم اې سېلګرو ته په يادو ورځو کې د موسم په حال د ځان خبرولو او احتياط کولو غږ کړی دی.

اړونده ادارو ته لارښوونه شوې چې د کوم تاوان د مخنیوي دپاره د وړاندې نه اقدامات وکړي او ضلعې انتظاميې مشينرۍ تيارې وساتي.

د خېبرپښتونخوا په برنو غرييزو ضلعو کې وخت په وخت د بارانونو له امله غرونه ښوويږي او په واورو کې سړکونه بند شي.

تير کال د جنورۍ په میاشت کې د پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې په واورو کې د لسګونو په شمېره کې سېلانيان ګېر شوي او د 22 پورې کسان پکې مړه شوي هم وو.

د موسمياتو او قدرتي افتونو د کار پوهانو په خبره پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی کوم چې د موسمي بدلون د اغېزو لاندې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG