لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د انتظامیې اؤ پرلت کوونکو مذاکرات ناکام، مهم سړکونه وتړلی شول


دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعه کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي پرلت نن په پینځمه ورځ هم روان دی.

احتجاج کوونکي وايي د انتظامیه او په علاقه کې د پولیس مشرانو سره مذاکرات شوي خو ناکامه شوي دي او سیمه کې د پوځي عسکرو مرکز ته غځېدلی سړک یې بند کړی دی.

بل لوري ته د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې د مشر ډپټي کمشنر ناصر خان ددفتر چارواکي وایي د حکومت په استازیتوب دغه احتجاجي پرلت ته ورغلي د دوی غوښتنې اوریدل شوي او د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی دی.

په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د پرلت یو تن برخه وال فرمان وزیر ډيوه ته وویل د حکومتي چارواکو سره د خبرو د پاره د تیرو پینځو ورځو نه دوی په واڼه سیمه کې احتجاجي پرلت پېل کړی چې پکې د دواړو خواؤ ترمنځ خبرې شوې دي.

هغه وویل د خبرو پرمهال دوی حکومتي چارواکو ته لس غوښتنې وړاندې کړې چې پکې په علاقه کې د امن پرځائ کول او دغه سیمه دهر رقم ناامنۍ نه پاکول شامل دي خو دوی ته ددغو غوښتنو منلو باور نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه ولسي پاڅون د حکومت سره د خبرو ددې عمل په ځنډولو سره د احتجاجي پرلت د لا غځولو پریکړه کړې ده چې پکې به د علاقې دسړکونو تړلو سره پوځي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړلی شي.

د واڼه سیمې یو قامي مشر محمد امین خان وي او ای ډیوه ته وویل سیمه دا وخت بدترینې ناامنۍ سره مخ ده.

هغه وویل مجبور شوي چې احتجاجي پرلت یې پیل کړی او د حکومتي چارواکو نه د ملک د نورو برخو په څیر د امنیت پرځای کولو غوښتنه کوي چې دغلته هم خلک ارامه ژوند تیر کړي خو د دوی دا غوښتنه نه منل کیږي.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر ددفتر چارواکو وویل د انتظامیه مشر ناصر خان او په علاقه کې د پولیس مشر داحتجاجي پرلت مشرانو سره لیدلي او د دوی غوښتې یې اوریدلې او د منلو باور ورکړل شوی دی.

د دوی په خبره احتجاج کوونکو نه غوښتل شوي چې احتجاج ختم کړي اؤ کومې غوښتنې چې دغلته دوی سره اړه لري هغه به دوی په خپله پر ځائ حل کړي او چې کومې غوښتنې اعلا حکومتونو او پوځ سره اړه لري هغه به د صوبې او مرکز حکومتونو او پوځي مشرانو سره شریکې کړي او چې د هغه ځای نه کومه لارښوونه کیږي هغه به عملي کوي .

د پرلت یو بل مشر او سیمه کې د کونسلرانو مشر صاحب خان وویل دوی په صوبه کې ورګډ کړل شوي،قبایلي ضلعو ته ادارې راغلې دغلته د امن په نوم تنخاګانې او نور مراعات ترلاسه کوي او دا د هغوي ذمه واري ده چې د امن پرځائ کولو د پاره جدي ګامونه پورته کړي .

هغه وویل تر اوسه دوی په علاقه کې د امنیت د پاره کوم ګام نه دی اخستی او یوازې دوی ته ویل کیږي چې پرلت ختم کړئ.

احتجاج کوونکي په صوبایي پارلیمان کې د علاقې نه منتخب استازي او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي نصیرالله وزیر نه هم شکایت کوي چې د دوی د امن په ستونزه غلی دی.

وي او ډیوه هغه نصیر الله وزیر نه دهغه دنظر معلومولو لپاره نوموړي سره د واټس ایپ د لارې درابطې هڅه وکړه خو هغه د ډیوه پوښتنې ته لا هیڅ جواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG