لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن د عمران خان، اسد عمر اؤ فواد چوهدري د نیولو امر کړی دی


انتخابي کميشن د سپکاوي دکارواىي سره مخ دپخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه د دوو نزدې ملګرو اسد عمر او فواد چودهري دنيولو امر کړى دى.

کميشن د اسلام اباد پوليس مشر ته دروانې مياشتې ١٧ نيټىې پورې د يادو تنانو کميشن ته دحاضرولو دحکم عملي کولو هم ويلي دي.

تحريک انصاف د کميشن پريکړه رد کړې او ددې په ضد یې عدالت ته دتګ اعلان کړى دى.

د خپل يو ټو يټ د لارې دتحريک انصاف وياند فواد چودهري دانتخابي کميشن پريکړه د دوى د ګوند په ضد يوه بله توپيري فيصله ګرځولې او ددې په ضد یې لاهور هايکوټ کې دسپکاوي دمقدمې دایرولو اعلان کړى دى.

هم د تحريک انصاف ګوند بل مرکزي ليډر بابر اعون ميډيا سره خبرو کې د کميشن فيصله د پخواني وزير اعظم عمران خان د نااهله ګرځولو د سازش سره تړلې او هغه په ډاګه کړې ده چې عمران خان دتحريک انصاف يوازى مشر دى او د هغه په منصب د بل چا راتلل ممکن نه دي.

د کميشن غړي نثار دراني په مشرى څلور کسيزه بينچ د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه د دوؤ نزدې ملګرو فواد چودهري او اسد عمر د نيولو حکم سره د ياود تنانو له خوا قضيي کاروايي نه داستثنا یا نه حاضريدو خواست هم رد کړى دى او د اسلام اباد پوليس مشر ته یې د جنورۍ د مياشت ١٧ نيټې پورې دنومول شوو تنانو کميشن ته دحاضرۍ باوري جوړولو هدايت هم کړى دى.

قانون پوهه عادل قاضي وايي که يو نومول شوى تن نه حاضريږي نو بيا کميشن سره د وارنټ نه علاوه بله لاره نه وي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که تحريک انصاف د کميشن پريکړې توپيري ګڼي نو ددې په ضد اعلا عدالتونو کې د اپيل کولو حق کارولى شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان انتخابي کميشن دفارن فنډنګ قضيي دفيصلې د لارې د تحريک انصاف ګوند لپاره بهرنیو ملکونو څخه راغلو فنډونو کې د درغليو پخلى کړى و او بيا کميشن توشه خانه کيس کې عمران خان نااهله ګرځولی ؤ.

په دغه فيصلو دنيوکو او دانتخابي کميشن مشر ته د واکمن ایتلاف پي ډي ايم دګوډاګي ويلو پسر عمران خان او د هغه نيزدى ملګري د کميشن د سپکاوي کارروايۍ سره مخ دي او کميشن به د قضيي اوريدنه بيا په ١٧مه جنورى کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG