لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو کونسلر جنرل: په سيند صوبه کې اوس هم 969 افغانان په جېلونو کې بندي دي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلر جنرل وايي، په تيرو دوه ورځو کې د سيند صوبې د کراچۍ او حېدر اباد جېلونو نه نزدې 600 افغانان خوشي شوی او بيرته افغانستان ته لېږل شوي خو اوس هم 969 افغانان بنديان دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په کراچۍ کې کونسل جنرل عبدالجبار پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [10 جنورۍ] وي او اې ډيوه ته وويل، "چې په تيرو دوه ورځو کې د کراچۍ او حېدر اباد د جېلونو نه 597 افغانان د حېدراباد او کراچۍ د جېلونو نه بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي".

هغه وويل "په پاتې 969 بنديانو کې 158 ماشومان او نورې ښځې او سړي دي".

په کراچۍ کې د مېشتو افغانانو په وينا د تير کال د جون د میاشتې راهسې په کراچۍ او د سيند صوبې حېدر اباد او سکهر ښارونو کې د افغانانو نيول پېل شوي او بيا دا لړۍ سېوا شوې او په کراچۍ کې زياتې ګرفتارۍ شوې وې.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې عبدالجبار وي او اې ډیوه ته ويلي وو چې د سيند صوبې په جېلونو کې 1568 افغانان بندي دي.

په کراچۍ کې مېشت افغانان تور لګوي چې په کراچۍ کې نيول شوو افغانانو کې داسې کسان هم شامل وو چې قانوني اسناد ورسره وو، خو د سيند صوبې حکومت بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې په غېر قانونه توګه پاتې کېدونکي او راتلونکي افغانان يې نيولي وو.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ استاز ګل الدين بېګ وايي، په مطبوعاتو د خبرونو مخې ته راتلو او د واکمنو طالبانو د پاکستاني چارواکو سره د خبرو وروسته د تيرې يوې اوونۍ راهسې په کراچۍ کې د افغانانو ګرفتارۍ نه دي شوي.

په پاکستان او ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په سر په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پاکستان غږ کړی وو چې دغه لړۍ ودروي.

د تيرې میاشتې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په ټويټر ويلي وو، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې "په پاکستان کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداندي کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده، د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي".

د پاکستان مرکزي حکومت دغه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه وو ويلی.

د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو" په تړاو هم خبرې کړې وې.

خو په 29 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حنا رباني کهر د کابل د سفر په اړه جاري بیان کې د افغان کډوالو په اړه څه نه وو ويلي.

په وروستيو کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG