لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز پرېکړې ته دې بیا کتنه وکړي


واشنګټن ـــــ د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د روان بشري بحران په اړه په سعودي عرب کې غونډه کړې ده او یو ځل بیا یې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه دې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او نه یې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون مخې ته راغلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تېر کال په وروستیو لسو ورځو کې په پوهنتونونو کې د ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار ځنډولو ته د نورې نړۍ په ګډون د اسلامي‌ همکاریو سازمان هم سخت غبرګون ښکاره کړی وو او د طالبانو دا پرېکړه یې غندلې وه.

پرون د جنورۍ پر 11مه د دې سازمان رهبري کمېټۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې پخپل مرکزي دفتر کې د ترکیې، ګېمبیا او نورو هېوادونو په همکارۍ یوه بیړنۍ غونډه وکړه، چې پکې یې د افغانستان پر اوسنیو حالاتو خصوصاً د اقتصادي بحران له کبله پر پېښ شوي بشري ناورین، د ښځو پر تعلیم او کار باندې خبرې وکړې.

د 57 غړو هېوادونو دې سازمان- چې د اسلامي نړۍ یو ګډ نړیوال غږ بلل کېږي- د جنورۍ پر لسمه اعلان کړی وو چې د افغانستان په اړه به بیړنۍ غونډه کوي.

د رهبري کمېټۍ غونډې ته د سازمان مشر حسین براهیم طاها وویل، تنظیم یې په افغانستان کې د وروستيو حالاتو په اړه ژوره اندېښنه لري او له نیژدې یې څاري.

براهیم طاها وویل، د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په لاس یې د طالبانو چارواکو ته خپل پیغام ور لېږلی دی او په هغه کې یې په ټینګار سره ترې غوښتي چې د اسلام په رڼا کې د نجونو د تعلیمي ادارو د پرانیستلو په اړه خپلې تېرې ژمنې پوره کړي.

د اسلامي‌ همکاریو سازمان پر خپله ویبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په غونډه کې د طالبانو پر حکومت ټینګار وشو چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکارۍ سازمان د منشور اصولو او هدفونو ته غاړه کښېږدي او د نړیوالو تړونونو په بنیاد خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي:

"د بشري حقونو په اړه په نړیوالو تړونونو کې دې خپلې ذمه وارۍ عملي کړي په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، ځوانانو، زړو او معذوره کسانو حقونه دې خوندي کړي".

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر براهیم طاها ویلي، د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز د ستونځو د حل کولو لپاره به د طالبانو د حکومت او د او ای سي د غړو هېوادونو ترمنځ د لا ګټورې همکارۍ او له نړۍ سره د اړیکو د پراخولو دروازې پرانیزي.

د سازمان مشر ویلي چې د طالبانو له خوا په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر ډېر زیات اغېزمن کړي، چې وایي دا به د دې هېواد خلکو ته خصوصاً په دې ژمي کې سخت زیان واوړي.

د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو په ګډون د اسلامي فقهې نړیوالې اکېډمۍ، د ښځو د پراختیا سازمان، جامعه ازهر، د سعودي د دیني عالمانو ټولنې او نورو ادارو هم اعلامیې خپرې کړې وې چې د او ای سي مشر حسین براهیم طاها یې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا کار د ښځو د تعلیم او په ټولنیز ژوند کې د برخې اخیستو په اړه د اسلامي شریعت پر دریځ ټینګار کوي.

ښاغلي طاها وویل، د اسلامي فقهې له نړیوالې اکېډمۍ سره په همږغۍ به د دیني عالمانو دویم پلاوی ژر افغانستان ته ولېږي چې له تعلیم او کاره د ښځو د مخنیوي او ټولنیز انصاف په ګډون د هغوی د بنیادي حقونو په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د دسمبر پر 20مه د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه او تر هغه څلور ورځې وروسته د دسمبر پر 24مه یې په ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو باندې دغو او څو نورو لګول شویو بندیزونو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي او ملګرو ملتونو د طالبانو له مشرانو سره په تېره یوه اوونۍ کې د لیدنو له لارې هڅه پیل کړې ده چې طالبان پر خپلو پرېکړو له سره غور کولو ته وهڅوي.

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم په خپلو تازه ویناوو کې ویلي، چې دوی د تعلیم مخالف نه دي او لوړو زدکړو ته ژمن دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د ښځو پوهنتونونه به کله بیرته خلاص کړي چې هغوی خپل تعلیم ته ته دوام ورکړي.

د ناروې د کډوالو شورا چې له لسیزو په افغانستان کې د مرستو کارونه کوي، د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په نتیجه کې یې خپل کارونه درولي دي. ددې ادارې مشر ین ایګلېنډ وايي، د طالبانو مشرانو ورته ویلي، د اعلی چارواکو تر منځ یې په دې اړه خبرې روانې دي او کېدای شي ډېر ژر د حل یوه لار ورته پیدا کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG