لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې، مېکسيکو او کنېډا مشران وایي سيمې ته په ورپېښو چېلینجونو کې به ګډه همکاري کوي


واشنګټن ــــ د امريکې، مېکسيکو او کنېډا مشرانو ويلي دوي سيمې ته په ورپېښو چېلینجونو کې کډه همکاري کول غواړي لکه د کډوالۍ ستونزه، د نشيي توکو سمګلنګ او تجارتي لوظنامو کې د چين مقابله او په يوکرېن د روس يرغل، خو څيړونکي وايي د دغو مسلو هواری به دومره آسان نه وي.

د دغو درېواړو هېوادونو مشرانو د نهې- سه شنبې په ورځ په مېکسيکو ښار کې په درې ژبو کې د ملګرتيا ژمنه وکړه.

غونډې ته د امريکې صدر جو باېډن ووېل، "مونږه ريښتوني ملګري يو او د شريک احترام او ملګرتيا په اساس به د خپل اولس د خوشحاله او پرامنه صباون د پاره کار کوو".

خو د څېړونکو په وینا دوي ته پرتې مسلې دومره آسانې نه دي، وایي غېر قانوني کډوالي، سمګلنګ، موسمي بدلون او تجارتي کشالې د دوي د ملګرتيا تر ټولو لوی خنډونه دي.

د مېکسيکو صدر اېنډرې لوپېز په ډاګه صدر باېډن ته ووېل چې اقتصادي مرستې دې ورسره فراخه کړي. هغه وویل:

" دا يوه موقعه ده چې د لاتيني امريکې او کريبين ملکونو د هېرولو پاليسۍ د بدلون په اړه يوه فېصله وکړی شي، دغسې کول به د آزادۍ او ښه ګاونډ په اړه د پخواني امريکايي صدر فرېنکلن روزوېلټ د پاليسو سرغړونه وي".

صدر باېډن ورته په ځواب کې ووېل، چې امريکا د ټولې نړۍ د ملکونو نه زيات د بهرنیو هېوادونو سره مرستې کوي:

"له بده مرغه زمونږه زمه واري يواځې د نړۍ غربي برخې نه دي، بلکې مرکزي يورپ، آېشيا، مينځنی خطيز، افريقا او جنوب مشرقي اېشيا، دا ټولې سيمې د امريکې ذمه واري ده".

د نهې- سه شنبې په ورځ امريکې د دغې غونډې نه د توکو د رسد او سيمې کنډکټرو د جوړولو په څېر د يو شمېر نورو نتيجو اعلان وکړو، چې پکې د زهرجن ګېس اخراج کمول او د اوبو پاکولو ترڅنګ د پاکې انرجۍ ترلاسه کولو کې ګډه همکاري هم شامله ده.

غونډې ته د کنېډا وزيراعظم جسټن ټروډو ووېل، که امریکا، مېکسیکو او کنېډا يو موټی شي نو هميشه به درېواړه هېوادونه مضبوط وي:

"نړۍ د ډېکټېټرانو د لاسه د بې ثباتۍ سره مخ ده، چې ورسره ګراني زياته شوه، دا ضروري ده چې مونږه ټول مشران د ملګرو په شان رايوځای شو او خپل اقتصاد او خوشحالۍ د پاره ګډ کار وکړو".

غېر قانوني مهاجرت هم د صدر باېډن د پاره يوه لويه کشاله ده، نوموړي د اتوار- یکشنبې په ورځ په ټېکساس رياست کې د امريکې تر ټولو د مصروف بارډر الپېسو دوره وکړه.

دغو مشرانو د محفوظ او آسان مهاجرت د پاره هم د ګډې همکارۍ ژمنه وکړه، چې پکې د کډوالۍ په قوانينو کې نرمۍ راوستل هم شامل دي.

دوي د وسلو او نشيي ‌توکو سمګلنګ يوه ګډه خطره وګڼله او په ضد يې د شريکې همکارۍ ژمنه هم وکړه.

آيا دغه غونډه يوه کاميابه غونډه وه؟

د امریکې د یوې څېړنیزې ادارې وېلسن سنټر څېړونکی اېنډريو روډمن وایي دا ډول درې اړخيزه غونډې کله کله ښې نتيجې راوړي يا د درېواړو مشرانو د مسلو د هواري يو ګډ قرار داد وړاندې کړي:

"د درېواړو مشرانو مسلې بدلې بدلې دي، او ځکه دا د حېرانتيا خبره هم نه ده چې د غونډې په اخيره کې څه ډېر ښه اعلانونه ونه شول خو ښه خبره به دا وي چې دوي خپلې غونډې هم دغسې روانې وساتي ‌او د خپلو خپلو انتظاميو ترجيجات په ډاګه کړي".

خو لکه څنګه چې دغو مشرانو په ډاګه کړه چې دا براعظم ډېر څه لري نو آيا دا غونډه به کوم عملي کار اوکړي، دا به وخت ثابتوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG