ترهګرې ډلې داعش دچهارشنبې په ورځ کابل کې دبهرنیو چارو د وزارت د ودانۍ ترڅنګ دشوي ځانمرګي برید پړه پغاړه اخستې ده .
په یو ټيلي ګرام چینل وسله والې ډلې داعش خراسان دعوه کړې ده چې کابل کې شوی برید دوئ کړی دی.
داعش دکابل دځانمرګي برید کوونکي نوم دخیبر الکندهاري په نوم روښانه کړی دی
د داعش د اړونده رسنۍ اعماق له مخې ځانمرګي بریدګر د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته خپل ځان پسې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړی دی اؤ وایي ددې برید موخه د طالبانو او بهرنیو دیپلوماتانو ترمنځ د غونډې ګډوډول وؤ.
دچهار شنبې په ورځ د افغانستان سر ښار کابل کې د خارجه وزارت سره نژدې ځانمرګي چاودنه شوي وه او د طالبانو دکابل دپولیسو ویاند خالد ځدران ویلي وؤ دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي دي.
خو تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو د وزارت چارواکي استاد فریدون روېټرز خبري ادارې ته په چاودنه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
فریدون ویلي وو ځانمرګي حمله کونکي غوښتل چې خارجه وزارت ته ور ننوځي خو ناکامه شو. هغه ویلي وو په چاودنه کې ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي هم دي.
د وي او ای ډیوه دپاره ممکنه نه وه چې واضحه کړي چې فریدون د کومو معلوماتو په بنیاد په چاودنه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې اوس يې پولیس تردید کوي؟
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د طالبانو د اطلاعاتو نایب وزیر مهاجر فراحي ویلي وو چې د چین یو وفد د شورو، چهارشنبې، په ورځ خارجه وزارت ته تلونکی و خو دا نه ده معلومه چې ایا د چاودنې په وخت چینايي پلاوی په وزارت کې موجود و او که نا؟
تېره میاشت د کابل په یو هوټل حمله کې پېنځه چینايي وګړي زخمیان شوي وؤ.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه وروسته داعش خراسان ډلې په دغه هېواد کې د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري منلې ده.
په دغو حملو کې په کابل کې د روس په سفارتخانه، د پاکستان په سفیر او په هغه هوټل حملې هم شاملې دي چې زیاتره پکې چینايان پاتې کېدل.
په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزئ وي او ای ډيوه ته پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي که څه هم داعش په افغانستان کې د حکومت جوړولو توان نه لري خو د طالبانو سر خوږی یې سېوا کړی دی۔
دهغه په خبره "د داعش په افغانستان کې هغه پوزيشن نه دی چې د طالبانو نه به حکومت واخلي خو دا د طالبانو لپاره پخپله يو لویې د سر درد دی او د طالبانو په ګمان کې هم دا نه وه چې دوی په حکومت کې راشي نو بل به هم داسې يو قوت وي چې دوی به چېلنج کړي"
نوموړي زياته کړې ده چې اوس د طالبانو مشران د پروټوکول پرته بهر نشي وتلی او که چرته ځي نو خپل تګ راتګ پټ ساتي او طالبان يې ډېر پريشانه کړي دي۔
نوموړی وایي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مېرمنو په کار او تعليم بندېز که دوام وکړي نو ګټه يې داعش خرسان ته رسېدلی شي۔
که څه هم طالبان وايي چې په افغانستان کې داعش خراسان منظم وجود نه لري خو يادې ډلې په دې وروستیو کې په هېواد کې د يو شمېر بریدونو زمه واري منلې ده۔
بلخوا افغان طالبانو د داعش خراسان خلاف وخت په وخت د عملياتو، او ددغې ډلو د غړو د منځه وړلو او نيولو خبرونه هم ورکړي دي۔