دپاکستان دترټولو سترې صوبې پنجاب اعلا وزیر چوهدري پرویز الهي دصوبایي اسمبلۍ څخه دباور رایه ترلاسه کړې ده اؤ صوبایي اسپیکر اعلان کړی دی چې هغه ته داسمبلۍ186 غړو دباور رایې ورکړې دي.
په پنجاب کې اپوزیشن اؤ مرکز کې واکمنې ډلې پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند دبې باورۍ په تحریک شوې رایې ګیري مسترد کړې اؤ اعلان یې کړی دی چې دا کارروایي به عدالت کې چیلنج کوي.
مسلم لیګ نواز ګوند دتېرې څه مودې راهسې دعوه کوله چې وزیراعلا خپل باور په پارلیمان کې بایللی دی اؤ دپنجاب ګورنر هم وزیراعلا ته پارلیمان نه د باور د رایې ترلاسه کولو وینا کړې وه .
دشورو اؤ زیارت په منځ شپه دپنجاب اسمبلۍ داسپیکر سبطین خان په مشرۍ راجوړه شوې غونډه کې د وزیراعلا پرویز الهي صوبایي اسمبلۍ نه دباور رایې په داسې حال کې ترلاسه کړي چې اپوزیشن ګوند سخت احتجاج کړی ؤ اؤ دپارلیمان دکارروایۍ نه یې داحتجاج په توګه بایکاټ یا پریکون هم کړی ؤ.
کله چې اسپیکر اعلان وکړو چې وزیراعلا پرویز الهي دباور 186 رایې اخستې دي نو دمخالفې ډلې مسلم لیګ نواز مشرانو لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت داسمبلۍ کارروایي رد کړه اؤ اعلان یې وکړو چې ددې پرضد به د عدالت دروازه ټکوي.
دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله ویلي دپنجاب اسمبلۍ ننۍ غونډه غیراییني وه چې دوي یې هیڅکله منلو ته تیار نه دي.
هغه ویلي دغونډې په کارروایۍ کې دروغ ویل شوي اؤ شپې د دولسو بجو نه وروسته بله ایجنډه داسمبلۍ ممبرانو ته جاري کړل شوې ده.
هغه دعوه وکړه چې پرویز الهي ته په اسمبلۍ کې د181 غړو ملاتړ ترلاسه دی اؤ تر دې زیاتې رایې نه شي اخستی.
دمسلم لیګ یو بل مشر عطا تارړ وویل دوي به داسمبلۍ دننۍ کارروایي پرضد عدالت ته ځي اؤ هلته به ثابتوي چې پرویز الهي د 186 غړو ملاتړ په لاس کې نه لري.
داسمبلۍ نه دباور د رایو ترلاسه کولو وروسته وزیراعلا پرویز الهي خپله وینا کې ویلي مسلم لیګ نواز ګوند ته یې نن په صحیح معنو کې سرپرایز ورکړی دی .
هغه ویلي مخالفینو ته یې اندازه نه وه چې نن څه کیدونکي دي، په وینا یې" الله کرم وکړو اؤ 186 رایې مخې ته راغلې"
پرویز الهي ویلي مسلم لیګ نواز ګوند دیوې میاشتې راهسې شور پیل کړی ؤ ،جنج یې لاهور ته راوستی ؤ خو ډولۍ اؤ لمنه دواړه یې تشې یوړل