لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایران ددفاع پخواني مرستیال وزیر رضا اکبري ته دجاسوسي په تور دمرګ سزا اورول شوې ده


دایران ددفاع پخواني مرستیال وزیر علي رضا اکبري ته برتانیې لپاره دجاسوسۍ په تور دتېزندۍ سزا اورول شوې ده.

دایران نیمې سرکاري خبري شبکې تسنیم پخپل یو رپورټ کې ویلي چې عدلیې علي رضا مجرم ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې علي رضا اکبري دبرتانوي استخباراتو لپاره یو "مهم جاسوس" ؤ

د رپورټ له مخې ایراني استخباراتو علي رضا اکبري ته په ناسمو معلوماتو ورکولو دهغه دجاسوسۍ نه پرده پورته کړې وه.

علي رضا اکبر دایران اؤ برتانیې غبرګ تابعیتونه لري اؤ هغه دایران دپخواني صدر محمد خاتمي په واکمنۍ کې تر کال 2001 پورې ددفاع د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

تسنیم خبري شبکې ویلي چې ښاغلي اکبري دایران اؤ لویدیځو طاقتونو ترمنځ تېرو وختونو کې داټومي مذاکراتو جاسوسي هم کړې وه.

اکبري یو اصلاح خوښی ایراني چارواکی ګڼل کیدو اؤ هغه دخپلې دندې پرمهال لویدیځ سره په غوره اړیکو ټینګار کولو .

ایراني چارواکو په اکبري دجوړې مقدمې هیڅ جذیات مخې ته نه دي راوړي ، ایران کې دجاسوسۍ اؤ قامي سلامتۍ په اړه جرمونو کې په تورنو کسانو دبندو دروازو ترشا مقدمې جلیږي اؤ دبشري حقونو سازمانونه نیوکي کوي چې دغو تورنو کسانو ته دخپلو وکیلانو دانتخاب حق نه ورکړی کیږي اؤ نه ورته دځان پرضد دثبوتونو دکتنې اجازه ورکړل کیږي.

تسنیم خبري اژانس وایي چې دایران سپریم کورټ د اکبري سزا پرځای ساتلې ده اؤ هغه وکیل ته لاس رسی لري.

اکبري په کال 1988 کې دایران اؤ عراق ترمنځ داته کلنې خونړۍ جګړې نه وروسته دملګرو ملتونو دمبصرینو سره په ګډه دجنګ بندۍ پرځائ کولو مشري هم کړې وه.

(دې رپورټ کې دفرانس پریس اؤ ایسوسي ایټډ پریس د معلوماتو نه استفاده شوې ده)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG