لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: اېم کيو اېم د مقتدره قوتونو په خوښه مات شوی او اوس بيا يو ځای شو


څيړونکي وايي متحده قومي مومنټ [پاکستان] ګوند چې د کله نه جوړ شوی د پاکستان اسټبلشمنټ يا مقتدره قوتونو چلولی، مقتدره قوتونو ياد ګوند ډلې ډلې کړی او اوس یې بيا دا ډلې رايو ځای کړې.

پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [12 جنورۍ] د اېم کيو اېم ګوند څخه تللی مصطفی کمال چې ځانله يې د پاک سرزمين په نوم ګوند جوړ کړی بيرته يې خپله ډله په اېم کيو اېم کې شامله کړې او د اېم کیو اېم د بحالۍ کمېټۍ فاروق ستار هم بيرته دغه ډلې ته ورغلی دی.

د اېم کيو اېم کنوينر خالد مقبول صديقي، مصطفی کمال او فاروق ستار په ګډه خبري غونډه کې د يو کېدو ویلي دي.

د جرنلزم استاز څيړونکی ډاکټر توصیف احمد خان وايي، "اېم کيو اېم ډله د جوړېدو راهسې د اسټبلشمنټ په خوښه چلېدلې، ماته شوې او اوس بيا رايو ځای شوه".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "اوښ ښکاري چې اېم کيو اېم ډله په کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د مخنيوي دپاره يو ځای کړی شوه".

او څيړونکی خبريال اشرف خان هم د ډاکټر توصيف د دريځ تاييد کوي چې "په پاکستان کې سياسي تاريخ داسې پاتې شوی يواځې اېم کيو اېم نه، دلته نورې هم ډېرې ډلې دي چې د يوې ايجنډې او مقصد لاندې جوړې شوي او اسټبلشمنټ يا مقتدره قوتونو دا کار کړی دی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "د اېم کيو اېم ګوند اوس رايو ځای کېدل د دوی د مشرتابه کار نه دی مقتدره قوتونو دا کار وکړو".

خو اشرف خان بيا وايي د هغه په نظر"د کراچۍ سياست د يو پلاننګ لاندې چلول کيږي او مقتدره قوتونه نه غواړي چې پيپلز ګوند دلته پښې کلکې کړي ځينې قوتونو ته د پيپلز ګوند په کراچۍ واک خوښ نه دی" د هغه په نظر ځکه اېم کيو اېم ګوند بيا را يوځای کړی شو.

په پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې په پوځ نیوکې کیږي چې په ملکي سیاست کې لاس وهنه کوي او د تير نومبر په مياشت کې د پوځ مخکني مشر جنرال قمرباجوه خپل الوداعي خطاب کې پخپله هم نه یوازې دپوځي مداخلې اعتراف کړی وو بلکې دا یې غیر اییني عمل هم بللی وو خو ویلي یې وو د اپریل د میاشتې نه پوځ په سیاست کې لاسوهنه پرېښودې ده.

په کراچۍ کې مېشت دواړه څيړونکي وايي، دوی نه ګڼي چې اېم کیو اېم به هغه پخوانی اېم کيو اېم وي چې په يو اعلان به يې ښار بندېدو او په دې ګوند د تشدد تورونه وو، ځکه چې د کال 2013 وروسته په کراچۍ کې کوم عمليات شوي د اېم کیو اېم هدفي وژونکي او په نورو جرمونو تورن کسان نيول شوي او لرې کړی شوي دي.

دوی وايي که بيا هم دا ګوند خپل پخواني چلند ته ځي نو بيا د اېم کيو اېم يو ځای کېدل معنی نه لري.

د څيړونکو په نظر په کراچۍ کې د اېم کيو اېم جوړونکي الطاف حسېن پلويان اوس هم ډېر دي خو هغه ته اجازه نشته کنه دا خلک بيا د هغه سره رايو ځای کيږي، خو د هغه اثر اوس دومره نه دی پاتې څومره چې وړاندې وو.

د اېم کيواېم ډلې د کراچۍ پخواني ناظم مصطفی کمال د کال 2016 د مارچ په مياشت کې د ګوند په باني مشر الطاف حسېن سخت تورونه لګولي او د پاک سرزمين په نوم يې ځانله پارټي اعلان کړې وه.

د هغې وروستو په اګست 2016 کې الطاف حسېن د لندن نه د کراچۍ پریس کلب مخې ته ناستو د خپلې ډلې غړو ته په ټیلیفوني وینا کې پاکستان ته ترهګر، د نړۍ دپاره ناسور ملک ویلي او د پاکستان مرده باد نعرې يې لګولې وې.

بيا د ګوند يو مشر فاروق ستار د لندن د ګوند نه د لاتعلقۍ اعلان کړی او د اېم کيواېم پاکستان په نوم يې پارټي چلوله، خو فاروق ستار بيا د دغه ګوند څخه هم ځانله شوی وو.

مصطفی کمال پرون ویلي، بيرته اېم کيو اېم ته هجرت کوي، او فاروق ستار ويلي اختلافات يو طرف ته کوي او متحده او منظم اېم کیو اېم جوړوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG