لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته جنوبي وزیرستان کې احتجاجي‌پرلت ختم کړل شو


د یوې اوونۍ داحتجاجي پرلت کولو وروسته د کوز جنوبي وزيرستان دامن اولسي پاڅون دمشرانو او ضلعي انتظاميي ترمينځه مذاکرات کامياب شوي او تړلي لارې بيرته پرانستل شوې دي۔

دسیمې خلک وایي تر مذاکراتو وروسته پولیسو په وانه بازار کې د امنیت د ټینګښت د پاره ګامونه ټینګ کړي دي.

د ولسي پاڅون یو مشر او د مذاکراتو د کمیټۍ غړي ایاز وزیر وي او ای ډیوه ته وویل ضلعې انتظاميې له څو ورځو راهسې دوی سره خبرې اترې کړي دي .

دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ځنډول شوی چې پرون د انتظامیه مشر مرستیال کمشنر محمد ناصر خان، د ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او شبير حسين او ای سي وانه ياسر سلمان خان کنډي د تحصيل وانا چيرمين مولانا صالح وزير سره د احتجاج ځای ته ورغلي و او دوی ته یې د غوښتنو منلو ډاډ ورکړو .

مرستیال کمشنر میډیا ته دحال تیرولو پرمهال ویلي د دوی ټولې غوښتنې اییني او قانوني دي، ټولې غوښتنې منل شوي او ډېر زر به د دغو ټولو غوښتنو عملي کول پيل کړي.

هغه ویلي دامنیت ټینګښت دحکومت زمه داري ده او دپولیسو ترڅنګ نورې امنیتي ادارې د امن په ساتلو بوخت دي او چاته به دغلته د ناامنۍ جوړولو اجازه ور نه کړي.

په کوز جنوبي وزیرستان واڼه کې د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره ولسي پاڅون تبره اوونۍ د جمعې د ورځې نه پېل شوی و.

داحتجاج کوونکو وینا وه چې په سیمه کې د بد ترینې ناامنۍ سره مخ دي اؤ دلته په جبر بې درکۍ، د عملیاتو پرمهال دعام ولس ځورونه، پېسو د پاره دخلکو تښتول او دهدفي وژنو ترڅنګ د کاروباري خلکو نه قلنګ اخستل دومداره دي.

احتجاج کوونکو ویل دوي د امن د پاره یو شمیر ولسي غونډې کړي خو د امنیت د پاره ګام نه اخستل کیږي او علاقه د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی ځکه مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت لاس پورې کړي.

د احتجاج یو بل ګډونوال او په علاقه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال فرمان وزیر وایي دوی دا پرلت ځنډولی او که په یوه میاشت کې په دې غوښتنو عمل نه ونه شو بیا به یې پېل کوي.

د واڼه بازار نه یو ځایي تن عابد وزیر وي او ای ډیوه ته وویل د دوی غوښتنې د امنیت د ټینګښت دي .

هغه زیاته کړه په واڼه سیمه کې په زیات شمیر سره پولیس عسکر اؤ د ایف سي ځواکونه په ګزمه لیدل کیږي ،چې ترمخه یې د تورو شیشو دګاډو پرضد کاروایي روانه ده او د نوو مورچو په جوړولو هم لاس پورې کړی شوی دی.

هغه زیاته کړه په بازارونو کې د پولیسو لخوا اعلانونه کیږي چې په بې لایسنسه وسله مکمل بندیز دی او چې چا سره ونیول شي قانوني چلند به ورسره کیږي.

د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات کړي او دا سیمه یې له ترهګرو پاکه ګرځولې خو په دې ورستیو کې دا سیمې د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی.

دغلته زیات بریدونه د افغانستان دپولې ترڅنګ سیمو کې کیږي چې پکې دواړو خواو(پوځ اؤ ترهګرو) یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې کوي.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې دتير کال اګست د میاشتې راهسې د سوات نه پېل شوي د امن پاڅونونه او مظاهرې دوام لري.

دې امن احتجاجونو ته د خېبرپښتونخوا دحکومت له لوري کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو د امن په اړه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي "

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG