لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل، ایچ آر ډبلیو، د ناروې د کډوالو شورا او امریکا وایي، طالبان دې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز واخلي


واشنګټن ـــــ د ناروې د کډوالو شورا مشر د طالبانو د علماوو له شورا په یو خط کې غوښتي، په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې په اړه دې یو نوی فرمان خپور کړي، ایمنیسټي انټرنېشنل وايي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې دې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو د بندیز لرې کولو کلکې غوښتنې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن بیا د افغانستان په اړه د عرب اماراتو او جاپان په غوښتنه خصوصي غونډه کوي، د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي، دغه شورا باید پخپله غونډه کې پر دې تمرکز وکړي چې څنګه کار، تعلیم، سپورټ او ولسي ځایونو ته د ښځو او نجونو د تګ په اړه د طالبانو د سختو بندیزونو مخه ونیسي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې یمیني میشرا د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې د اقتصادي بحران له کبله د خلکو بېوزلي لا پسې زیاتېږي، په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه افغانستان نور هم له بشري ناورین سره مخ کوي.

یمیني میشرا اندېښنه ښکاره کړې چې وایي افغانې ښځې او نجونې له ولسي ژونده ایستل کیږي، وایي په راتلونکو میاشتو کې به دا حالت نور هم خراب شي ځکه چې وایي نارینه کار کوونکي به نور ونه کړای شي چې د ښځو لپاره بنیادي کارونه وکړي. مېرمن میشرا وایي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید نه یواځې پر طالبانو ږغ وکړي چې ژر پر ښځو او نجونو خپل بندیزونه واخلي، بلکې د هر هغه چا خلاف د طالبانو د اقداماتو د ختمولو غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د دغو بندیزونو په ضد د احتجاج کولو جرات کوي".

د اسلامي همکاریو سازمان وړمه ورځ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي قانون خلاف ګڼلي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي‌ همکاریو سازمان د غونډې او اعلامیې هرکلی کړی او د نجونو د تعلیم په اړه د هغوی اندېښنې یې د پوهې وړ ګڼلې دي، خو وایي د نجونو تعلیم یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی او چې کله موقع برابره شي دا ستونځه به حل کړي.

بل لور ته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلېنډ په کندهار کې د طالبانو له والي او علماوو شورا څخه په یوه پرانیستي خط کې غوښتي دي چې نجونو ته د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې ورکولو په اړه دې یو بل فرمان جاري کړي.

ښاغلي ایګلېنډ پخپل خط کې لیکلي، د ناروې د کډوالو شورا اوس مهال په افغانستان کې 470 ښځينه کارکوونکې لري او وایي اووه لکه مجبوره کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی همکاري ډېر ضروري ده او طالبان باید هغوی ته د کار اجازه ورکړي. ښاغلي ایګلېنډ ویلي:

"موږ بیا هم ژمنه کوو چې په افغانستان کې ټول دودیز اصول او شرطونه به پوره کوو. همدارنګه موږ د یوه فرمان غوښتنه کوو چې ښځو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي او افغانستان په راتلونکي کې ښځینه ډاکترانې، نرسانې، استادانې، انجینیرانې، او نور ماهر کارکوونکي ولري چې په راتلونکي کې له ښځو او کورنیو سره مرستې وکړي."

طالبانو لا تر اوسه د دې خط په جواب کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو کار کول ځکه ځنډولي چې وایي هغوی د حجاب په اړه د دوی لارښوونې نه وې عملي کړې.

په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له امله ګڼو نورو مرسته کوونکو ادارو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښکاره کړې چې له دې امله به په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم زیات شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د جنورۍ پر دوولسمه په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې طالبانو د وړم کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه پر ښځو داسې قوانین او تګلارې عملي کړې دي چې وایي د هغوی ټول بنیادي حقونه یې ترې اخیستي‌ دي.

امریکې هم یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په خبري غونډه کې طالبان وغندل ځکه چې وایي له افغانانو یې ازادي اخیستې ده.

نیډ پرایس وایي طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د افغانانو د هر ډول حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم، کار، سیاست او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې به هیڅ ډول خنډ نه جوړوي، خو وایي هغه ژمنې یې پوره نه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG