لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوځي مشر وایي ګوادر به درېوؤ میاشتو کې پولیسو ته وسپارل شي


دپاکستان د کړکېچ ځپلي ایالت بلوچستان پوځي مشر یا کور کمانډر ليفټننټ جنرل اصف غفور ويلي دي چې درې مياشتې وروسته به د ګوادر ښار امنيت په بشپړه توګه پوليسو او ليويز ته وسپارل شي.

دپوځي مشر وینا ده چې پولیسو ته دګوادر دسپارل کیدو سره سم به پوځ په دغه سیمه کې خپلو سټېشنونو ته وګرځي او هلته به هڅ یو وسله وال عسکر بیا نه لېدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر کې د ولسي حقونو لپاره د تېرو دوؤ میاشتو راهسې په احتجاج دبوخت تحریک "حق راکړئ" مشر هدایت الرحمان د اړي ګړي اؤ خلکو د راپارولو په مقدمه کې پولیسو نیولی دی.

ګوادر د نړۍ تر ټولو ژوره قدرتي بندرګاه لري، د پاکستان او چين ترمنځ د اربونو روپو داقتصادي پروژې (سي پېک) مرکز ګوادر ښار دی.

د پاکستان او چين حکومت په بيا بيا ويلي چې د سي پېک اقتصادي پروژه د ګوادر، بلوچستان او ټول پاکستان معاشي تقدير بلوي خو د ګوادر خلک له ډیرې مودې راهسې په احتجاج بوخت دي اؤ دریځ لري چې له کلونو تېروېدو وروسته هم دوی د سي پېک په ګټه نه دي خبر شوي او لاهم د ژوند له بنيادي اسانتياو بې برخې دي.

ګوادر ته د خپلې دورې په مهال جنرال اصف غفور ویلي چې دښار امنيت به په بشپړ ډول پوليسو اؤ ليويز ته سپارل کيږي اؤ دپوځ سرلښکر به هم ډير زر دګوادر سفر وکړي.

نوموړي په ګوادر کرکټ سټيډيم کې د مدني فعالانو، د سياسي ګوندونو مشرانو، ژورناليستانو، تاجرانو او ښاريانو سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې په وینا کې ویلي،ګوادر" ښار زموږ د ټولو کور دی، ددې ورانولو اؤ د ویجاړولو اجازه به چا ته نه ورکول کېږي"

هغه وویل په پرلتونو اؤ احتجاجونو ستونزې نه هوارېږي بلكې په ګډه باندې كار كولو سره ستونزې حل كېږي۔

کور کمانډر بلوچستان ليفټننټ جنرل اصف غفور ويل د ګوادر ښار د ستونزو د هوارولو له پاره به يوه کمیټه جوړلی شي او په دې کمېټه کې به د ژوند د بېلا بېلو څانګو خلک شامل وي.

هغه وويل چې کمېټه به د ښار بېلابېلې ستونزې په ګوته کوي او وخت په وخت به خپل وړانديزونه وړاندې کوي.

ځائ خبر یال کبیر شاکر وایي چې د ګوادر ټول واک د مرکز سره دی اؤ صوبای حکومت بې اختیار دی چې د ګوادر دخلکو غو ښتنی ومني.


د مرکز په ایتلافی حکومت کې شامل د بي اين پي منګل ګوند د مرکزي کمېټې غړی غلام نبی مرۍ وي او ای ډیوه ته وایي "سېپک ، سندک، ریکوډک پروژې دلته دي ، د ټولې نړۍ سترګې پر بلوچستان دي، باید دخبرو اترو له لارې دبلوچستان ستونزه هواره شي ،د صوبې په ساحل او وسایلو کې دې خلکو ته واک ورکول شي"

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د "حق راکړئ" غورځنګ احتجاجي پرلت روان وو اؤ پاکستاني میډیا وایي ددغه تحریک مشر هدایت الرحمان د جمعې په ورځ پولیسو داړي ګړي جوړولو په تور نیولی دی.

د"حق راکړئ" په نوم داتحریک د بلوچستان او ایران په سرحدي پوله د ازاد تجارت داجازې ورکولو ، په ګوادر کې د څښاک د پاکو اوبو ،ګوادر کې دغیرقانوني سمندري ښکار بندولو او د غیر ضروري چیک پوسټونو د ختمولو پشمول یو شمیر نورې غوښتنې لري.

د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي.

هند هم ددې منصوبې مخالفت کوي او امریکا هم د سي پېک دا منصوبه د پاکستان لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي.

په بلوچستان کې هم بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې او بلوڅ قامپرستان په سي پېک پروژه اندېښنې لري او تور لګوي چې چين او پاکستان د بلوڅانو په شتمنیو او وسيلو قبضه کول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG