لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيلۍ او طوفانونو د امريکا په سويلي برخو کې اوه تنه وژلي


واشنګټن - ناتارې سيلۍ او طوفان چې سېلما نوم ورته ورکړل شوی د امريکا سوېلي برخې سختې ځپلې دي چې کم نه کم شپږ تنه يې په منځني الاباما ايالت او يو تن په جارجيا کې وژلی دی.

طوفان د کورونو چتونه الوځولي، ونې يې د بېخه ويستلي دي او په زرګونو خلک يې بې بجلۍ کړي دي.

ملک د ايمرجنسي مينيجمنټ ډايرېکټر ارني بيګېټ وايي په اټاوګا کاونټي کې د سلېما ښار نه 66 کيلوميټره شمال مغرب پله ياد طوفان د شپږ تنه وژلو سره سره کم نه کم 40 کورونه هم تباه کړي.

بيګېټ ويلي طوفان يو شمېر موبايل کورونه په هوا کې الوځولي او کم نه کم دولس تنه يې سخت ژوبل کړي چې هسپتالونو ته وړل شوي. هغه ای پي خبرې ادارې ته ويلي عمله لګيا ده د راپرېوتلو ونو لاندې خلک لټوي چې که ضرورت لري بايد وژغورل شي.

هغه وويل “دې طوفان واقعي چې ښه ډېر نقصان کړی دی. دا په دې کاونټۍ کې تر ټولو لويه تباهي ده چې ما تر اوسه ليدلې ده”.

د جارجيا په جيکسن سيمه کې يوه سورلۍ هغه وخت مړه شوه کله چې په يو ګاډي ونه راپرېوته. هم په دغه کاونټۍ کې ځايي چارواکي وايي طوفاني سيلۍ يو مال ګاډی ټرين د پټلۍ نه اړولی دی.

چارواکي وايي په ګرېفېن سيمه کې يو شمېر خلک په ايپارټمنټ کې ګېر شوي ځکه چې په دغه وداني ونې راپرېوتلي دي او د اور مړولو عملې يو تن را ازاد کړی چې د څو ساعتونو نه د ونې لاندې ګېر شوی و چې په کور يې راپرېوتلې وه.

يو هاي سکول وران شوی او زده کونکي د څلور ميډل سکولونو نه مور پلار ته حواله کړل شوي ځکه چارواکو ګڼل د سکول بسونه چلول خطرناک دي. د ګرېفېن ښار د شپې د لس بجو نه د سحر د شپږ بجو پورې د کرفيو لاندې دی.

د جارجيا په شپږ کاونټيانو کې سکولونه بند کړل شوي چې نزدې 90,000 زده کونکي لري.

په ټول ملک کې د زيارت- پنجشنبې په ورځ د نيشنل ويدر سروس لخوا 33 طوفانونه رپورټ شوي او په جارجيا، سويلي کيرولاينا او شمالي کيرولاينا کې اوس هم د نورو طوفانونو خبرداری ورکړل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG