لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاسوسي په تورونو دایران ددفاع پخوانی مرستیال وزیر علي رضا اکبري په دار خیژول شوی دی


ایران کې ددغه هیواد ددفاع پخواني وزیر دبرتانیې تابعیت لرونکي علي رضا اکبري برتانیې لپاره دجاسوسۍ په تور په دار ځړول شوی دی.

دایراني عدلیې اړوند خبري شبکې میزان دخالي په ورځ په ټویټر علي رضا اکبر ته دتېزندۍ دسزا ورکړل کیدو پخلی کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه کله په دار خیژول شوی دی.

ایراني عدلیې په ښاغلي اکبري تور لګولی ؤ چې دښمن هیواد ته یې دهیواد مهم رازونه ورکړي اؤ له دې لارې یې دهیواد امنیت دګواښ سره مخ کړی ؤ.

برتانوي چاروکو ایران ته خبرداری ورکړی ؤ چې باید علي رضا اکبري ته دمرګ د سزا ورکولو څخه ډډه وکړي خو ددې باوجو ایران هغه په دار خیژولی دی.

دبرتانیې دبهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي دجمعې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې ایران دي په سیاسي بنیادونو علي رضا اکبري ته د پهانسۍ ورکولو نه ډډه وکړي.

61 کلن علي رضا اکبر دایران اؤ برتانیې غبرګ تابعیتونه لرل اؤ هغه دایران دپخواني صدر محمد خاتمي په واکمنۍ کې تر دکال 1997 نه دکال 2005م پورې ددفاع د مرستیال د وزیر په ګډون په ګڼو مهمو څوکیو دنده ترسره کړې وه.

دیران دتسنیم خبري شبکې له مخې ښاغلي اکبري دایران اؤ لویدیځو طاقتونو ترمنځ تېرو وختونو کې داټومي مذاکراتو جاسوسي هم کړې وه.

اکبري په کال 1988 کې دایران اؤ عراق ترمنځ داته کلنې خونړۍ جګړې نه وروسته دملګرو ملتونو دمبصرینو سره په ګډه دجنګ بندۍ پرځائ کولو مشري هم کړې وه.

اکبري یو اصلاح خوښی ایراني چارواکی ګڼل کیدو اؤ هغه دخپلې دندې پرمهال لویدیځ سره په غوره اړیکو ټینګار کولو .

ایراني چارواکو په اکبري دجوړې مقدمې هیڅ جذیات مخې ته نه وؤ راوړي .

ایران کې دجاسوسۍ اؤ قامي سلامتۍ په اړه جرمونو کې په تورنو کسانو دبندو دروازو ترشا مقدمې جلیږي اؤ دبشري حقونو سازمانونه نیوکي کوي چې دغو تورنو کسانو ته دخپلو وکیلانو دانتخاب حق نه ورکړی کیږي اؤ نه ورته دځان پرضد دثبوتونو دکتنې اجازه ورکړل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG